د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د چرګانو فارمونو مالکان دوی ته له نه پاملرنې شکایت کوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په خوست کې د چرګانونو د فارمونو مالکان وايي، چې په یاد ولایت کې اړوندو حکومتي ادارو او نورو غیر دولتي موسسو د چرګانو تولید، روزنې او بازار موندنې ته لازمه پاملرنه نه ده کړې.

دوی وايي چې پخوا په دې ولایت کې د چرګانو شپږ سوه فارمونه وو، خو مالکانو يې ګټه نه کوله، نو کرار، کرار د چرګانو نیمايي فارمونه وتړل شول او اوسمهال يې مالکانو دا کار وبار پریښی دی.

یادې څرګندونې د یکشنبې پر ورځ د چرګانو د فارمونو مالکانو د دې کاروباریانو د یوې نوې اتحادیې د پرانیستې په مراسمو کې مشال راډیو ته وکړې.

د چرګانو فارمونه
د چرګانو فارمونه

د چرګانو د فارمونو د اتحاديې مشر ډاکټر جلیل وویل، سره له دې چې په ښار کې د څارویو د غوښو بیې لوړې دي، خو بیا هم د دوی چرګانو ته په مارکيټ کې په نیمايي بیه هم نرخ نه پیدا کیږي:

« دوه ویشت سوه ګرامه چرګوړی مو په مارکیټ کې ۳۲۰ کلدارې ورکړی دی، حال دا چې یو کیلو د غوايي غوښه نن سبا په ۴۵۰ کلدارې ده، زموږ چرګان په دې بیه هم نه خرڅیږي، نو د فارمونو ګټه څه شوه ؟ نو موږ اړ شو، چې د دې کار د تنظیم او پرمختګ له پاره یوه اتحادیه جوړه کړو.»

د چرګانو د فارمونو مالکان د دې کار پر وړاندې یوه ستونزه دا هم بولي، چې له بهره واریدونکو چرګانو باندې ګمرکي محصول کم دی، خو دوی چې کله داخلي چرګان د افغانستان نورو سیمو ته لیږدوي، په هغه ډېر ګمرک راځي، چې له کبله يې نه شي کولای له خوست پرته په نورو سیمو کې ورته مارکیټ پیدا کړي.

همدارنګه د اردلي په نوم د چرګانو د یو فارم مشر وايي، چې دوی د چرګانو د درملنې او واکسین کولو له پاره هېڅ فني او مسلکي کس نه لري، نو ډېر کله يې په زرګونو چرګان مري او دوی په کې تاواني کیږي.

د ننګرهار د ولایتي شورا یو تن غړی لعل محمد درانی چې د چرګانو د فارمونو په برخه کې تجربه لري او خوست ته د فارمونو مالکانو ته د سلا مشورو په خاطر راغلی وايي، چې په ټولیز ډول د چرګانو د فارمدارۍ په برخه له پیله تر پایه ستونزې شته.

د خوست د کرنې او مالدرای رئیس لالي ځدراڼ د فارمونو مالکانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزو د حلولو په برخه کې لازمه مرسته کوي او د دې کار ودې او پرمختګ ته به پاملرنه ډېره کړي.

د یادونې وړ ده، په خوست کې دا مهال درې سوه د چرګانو فارمونه فعال دي، چې شخصي کسانو پرې خواوشاه ۱۵۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې ده، په دې ولایت کې د چرګوړو د تولید ماشین نشته، نو د فارمونو مالکان وايي، چې په ګاډو کې د پاکستان څخه د واریدونکو چرګوړو دریمه برخه له منځه ځي او له همدې کبله ورته چرګوړي په ډېره لوړه بیه پریوځي.

XS
SM
MD
LG