د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان له غاړې پر کونړ بیا توغندي وریږي


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د افغانستان د کونړ ولایت سرحدي ولسوالیو اوسیدونکي شکایت کوي چې له پولې پورې غاړې سیمې نه د دوی په لوري توغندي ویشتل کیږي چې په پایله کې یې دوی ته د سر او مال زیانونه اوړي.

حاجي جمعه خان د سرکاڼو ولسوالۍ د ګنجګل اوسیدونکي مشال راډیو ته وویل، د جمعې ورځې راهیسې د توغندیو باران بیا پيل شوی دی.

« موږ څه ګنا کړې چې پاکستان ظالم راباندې توپونه راولي، عوام ولي، دا ولې زموږ د پوښتنې څوک نشته ، هغه بله ورځ هم د توغندیو د لګیدو له امله شپږ کسان وژل شوي دي. »

د کونړ والي وحیدالله کلیمزی هم وايي چې د پاکستان له لورې توغندي ورول کیږي.

« په تیرو څو ورځو کې په مجموع کې تقریبا ۴۶ توغندي د پاکستان له غاړې راوریدلي دي. شپږ ویشت په سرکاڼو ولسوالۍ کې، پنځه په ناړۍ کې ، او دولس په دانګام ولسوالۍ کې لګیدلي دي. »

کلیمزی وايي د افغانستان مرکزي حکومت یې خبر کړی چې د پاکستان له خاورې پر افغانستان توغندي وریږي او د پاکستان سفیر هم د بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوی و او په دې اړه ورته شکایت ورسپارل شوی دی.

د کونړ والي وايي هیله لري چې د پاکستان له غاړې د توغندیو وریدل بند شي او که داسې ونه شي، نو د مرکزي حکومت په سپارښتنه به کوم ګام پورته کړي.

د پاکستان حکومت په سم لاسي ډول د کونړ د خلکو او د چارواکو د دغه شکایت په ځواب کې څه ډول غبرګون ښکاره کړی نه دی. خو تر دې وړاندې یې په بار بار ویلي چې توغندي د نامعلومه وسلوالو لخوا توغول کیږي.

XS
SM
MD
LG