د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب : پر سلګونو ماشومانو د جنسي تیري راپورونه ورکړل شوي


د پاکستان پنجاب ایالت قصور ښار د پولیسو چارواکي وايي په « حسین والا » کلي کې یوشمیر کورنیو شکایتونه جمع کړي چې د ماشومانو سره یې جنسي تیری شوی دی.

د پولیسو یو ځايي مشر DPO رای بابر سعید وايي اوو کورنیو دوی ته راپورونه جمع کړي دي. دی زیاتوي :

« ویل کیږي چې ۲۸۴ دا ډول پېښې شوې دي. داسې څه قسمه ثبوتونه مخې ته نه دي راغلي او نه چا دومره تعداد کې شکایت کړی دی. پولیسو تر اوسه یوازې اوه درخواستونه ترلاسه کړي او په هغې مقدمې درج کړی شوي دي. »

خو بل لوري ته ازادې رسنۍ او ټولنیزې رسنۍ راپورونه ورکوي چې په حسین والا کلي کې د ماشومانو سره د جنسي تیریو پېښې له تیرو لسو کلونو راهیسې روانې دي او په دې وروستیو کې د ځینو ماشومانو سره د جنسي تیریو ویډیو کلیپونه هم خواره شوي دي. ازادې او ټولنیرې رسنۍ وايي د کومو ماشومانو سره چې جنسي تیری شوی شمیره یې څه کم درې سوه ده ، خو پولیس وايي یوازې اوه شکایتونه ورسره جمع شوي دي.

د پنجاب د کورنیو چارو وزیر شجاع خانزاده وايي پر ماشومانو جنسي تیري کونکیو سره به سخته کاروايي کیږي.

« موږ ته پته لګیدلې ده چې د تیرو لسو کلونو راهیسې په حسین والا کې دا ډول پېښې رامنځ ته کیږي او چاته پته نشته. تاسو ته معلومه ده چې دا ډول کارونه ډیر پټ کیږي، حکومت د دا ډول پېښو د پلټنو امر کړی دی. »

نوموړی وايي د پلټنو په ترڅ کې به ټوله کیسه او کره شمیره معلومه شي.

ځیني راپورونه داسې هم دي چې د دوو ډلو ترمنځ د تربګنۍ له وجې دا ډول پېښې رامنځ ته شوي دي.

پولیس وايي په دې لړ کې یې ځیني کسان ګرفتاره کړي هم دي.

XS
SM
MD
LG