د لاسرسي ځای

د "طالبانو پلار" سميع الحق: افغان حکومت له ما د طالبانو د مذاکراتو لپاره مرسته غوښتې


مولانا سميع الحق

مولانا سميع الحق

ياده دي وي چې د ملا عمر په شان د طالبانو اوسنی مشر ملا اختر محمد منصور هم د پاکستان په دغه حقانيه مدرسې کې زده کړې کړي دي او دغلته چارواکي وايي چې له همدغې وجې مولانا سميع الحق يو مهم رول لوبولی شي.

د خيبر پښتونخوا په اکوړې کې د حقانيه مدرسې وياند وايي افغان حکومت تري غوښتې چې د دوی مشر مولانا سميع الحق د طالبانو او افغان چارواکو ترمنځ د خبرو ماته شوې لړۍ جوړه او په مذاکراتو کې د مرکچي رول ولوبوي.

د جمعيت علمای اسلام (س) ډلې او مذهبي مشر مولانا سميع الحق وياند مولانا يوسف شاه نن مشال ريډيو ته وويل چې پرون اسلام اباد کې افغان سفير جانان موسی زی ورغلی وو او د څلورو ګينټو په ملاقات کې يې د افغان ولسمشر اشرف غني دا پيغام ورته ورورساوه.

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر په شان د طالبانو اوسنی مشر ملا اختر محمد منصور هم په حقانيه مدرسه کې زده کړې کړي دي

((جانان موسی زی صاحب راغلی وو. د منتخب افغان ولسمشر اشرف غني دا پيغام يې راوړی وو چې موږ دې د سولې لپاره کار وکړو. هغه وويل چې مولانا سميع الحق صاحب څخه يې دا خواهش دی چې خپل رول ادا کړي. د هغه دا خواهش وو چې مولانا صاحب دي دا مذاکرات پر مخ يوسي. مولانا صيب ورسره ومنله. هغه پر طالبانو اثر لري. د هغوی سره يې د استاد او شاګرد او د پلار او زوی رشته ده. مولانا صيب جانان موسی زي ته دا هم وويل چې طالبان اوس د ملا عمر د مرګ له وجې د صدمې ښکار دي نو لږ وخت ته ضرورت لري. ))

بلخوا اسلام اباد کې افغان سفير جانا موسی زي پر خپله ټويټر پاڼه ويلي چې هغه له مولانا سميع الحق څخه د مذاکراتو د منځګړتوب نه بلکې د يو عالم په حیث د سولې لپاره د غږ پورته کولو غوښتنه کړې ده.

فکر نه کوم چې د طالبانو مسله دې دومره ساده وي چې يو ديني عالم دي يې حل کړي يا دي د مولانا سميع الحق په وينا طالبان اوربند وکړي

ياده دي وي چې د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور په شمول ګڼ نور مشران طالبان له حقاني مدرسې فارغه دی. ملا منصور دوه هفتې مخکې ځان د ملا محمد عمر پر ځای نوی مشر اعلان کړ. ملا عمر خوا او شا دوه کاله وړاندې مړ شوی چې طالبانو يې دوه هفتې وړاندې مرګ تاييد کړ. تر هغې وروسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو شروع کړې لړۍ قطع شوه.

مولانا يوسف شاه وويل مشال ريډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د دوی مشر مولانا سميع الحق څو ورځې مخکې د افغان طالبانو د يوې ډلې سره ملاقات کړی وو او افغان سفير ته يې ويلي دي چې طالبانو ته د خبرو د دوباره شروع کولو لپاره لږ وخت ورکړي.

مولانا سميع الحق ځان ته له دې کبله د طالبانو پلار وايي چې ډېر طالب مشرانو د هغه په حقانيه مدرسه کې زده کړې کړي دي.

د يادونې ده چې د ملا عمر د مرګ تر تاييد او ملا اختر محمد منصور د نوې مشر کېدو تر اعلان وروسته په طالبانو کې د مشرولۍ پر سر اختلاف رامنځته شوي دي. مولانا يوسف شاه وايي مولانا سميع الحق به د افغان حکومت او د ملا اختر محمد منصور د ډلې سره چې د طالبانو د تحريک ډېره برخه يې تر لاس لاندې ده، مذاکراتو ته لار هواره کړي.

د طالبانو پر چارو ژور نظر لرونکی، څيړونکی رحيم الله يوسفزی وايي د طالبانو جګړه يوه لویه سياسي مسله ده چې پاکستان پکې اغېزمن منځګړتوب کولی شي خو سميع الحق نه.

رحيم الله يوسفزي زياته کړه: (( فکر نه کوم چې د طالبانو مسله دې دومره ساده وي چې د يو مذهبي عالم په وينا دې حل شي. ډېرو طالبانو په حقانيه مدرسه کې درس ويلی دی خو دا په دي مانا نه ده چې د مولانا سميع الحق په وينا دې طالبان يا جنګ بندي وکړي يا دي نور کوم داسې لوی کار وکړي. دي برخه کې د پاکستان حکومت کار کړی او مخکې يې هم کوي. فکر کوم پاکستان هم نه غواړي چې دې مسله کې دي مذهبي ګوندونه يا عالمان دخيل شي.))

د مولانا يوسف شاه سره په دې اړه مرکه دلته اوريدلی شئ.

XS
SM
MD
LG