د لاسرسي ځای

په پاکستان کې د ۲۳ بهر ملکي غیر سرکاري ادارو پر ضد پلټنې پېل شوي


د پاکستان سېکورټي اېنډ ايکسچېنج کمیشن د ۲۳ بهر ملکي غیر سرکاري ادارو پر ضد پلټنې پېل کړي دي.

نن د شنبې پر ورځد کمیشن لخواپه خپرې شوې یوې خبرپاڼې تر مخه یاد شوې کمیشن به د هغه بهر ملکي ادارو پر ضد به کاروايي کوي چا چې د تېر مالي کال ګوشوارې او راپور نه دې جمع کړی.

د ادارې مشر ظفر حجازي ویلي د ټولو غیرسرکاري ادارو فهرست يې داخله وزارت او د اقتصادي چارو څانګې ته هم لېږلې

دی.

د یادونې وړ ده چې په دغه ۲۳ادارو کې سیو دي چلډرن جاپان ، برټش کونسل ،ګلوبل ریلیف فاونډیشن او انټرنینشل ډیولپمنټ ارګنایزشن هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG