د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې ۳۷وسله وال وژل شوي


په هلمند کي د ملي اردو د ۲۱۵ میوند قول اردو په رالیږل شوي خبرپاڼه کې راغلي دي چې ۳۲ وسله وال په نوزاد ولسوالۍ کې د هغه تصفیوي عملیاتو پر مهال د شنبې په ورځ وژل شوي دي چې د تېرو څو ورځو راهيسې دوام لري.

د دې قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي چې په دې عملیاتو کي ۱۲وسله وال ټپیان شوي دي او د دوی ۱۱ میله بېلابېلو وسلې د افغان ځواکونو په لاس ورغلي دي.

د یوه بل خبر له مخي بېګا شپه د خانشین ولسوالۍ په شبو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې پلوټه الوتکې د هوايي برید له امله پنځه وسله وال وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG