د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې نیول شوی روسی په امریکا کې محاکمه کېږي


امریکايي قاضیانو پرون (جمعه) په افغانستان کې د نیول شوي روسي د برخلیک د څرګندولو لپاره کار پیل کړ.

رویټرز خبري اژانس وايي، دا اول وار دی چې په افغانستان کې د پوځ یو زنداني د امریکا په یوه فدرالي محکمه کې محاکمه کېږي.

دا روسی ایریک حمیدالدین نومیږي چې د پخواني شوروي په ځواکونو کې د ټانک قوماندان و او افغانستان ته تللی و.

څارنوالانو پر هغه په ۱۵ مواردو کې جنايي تورونه لګولي چې که ثابت شي؛ په عمر قید محکومېدلای شي.

ایریک حمیدالدین د وسله والو طالبانو د ملاتړ لپاره د موادو په برابرولو تورن دی.

پر ده تور لګیدلی چې په ۲۰۰۹م کال کې يې په خوست کې د افغان سرحدي ځواکونو په یوه پوسته په برید کې له وسله والو طالبانو سره مرسته کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG