د لاسرسي ځای

په کابل کې د پرونیو چاودنو د مړو شمېر لږ تر لږه ۳۵ ته رسېدلی


په کابل کې د چاودنې ځای

په کابل کې د چاودنې ځای

په کابل کې د جمعې په ماښام د پولیسو له اکاډيمۍ سره ځانمرګي برید لږ تر لږه شل داسې پولیس وژلي چې اوس روزل کېده.

کابل: په کابل کې د جمعې په ماښام د پولیسو له اکاډيمۍ سره ځانمرګي برید لږ تر لږه شل داسې پولیس وژلي چې اوس روزل کېده.

افغان چارواکي وايي ، دا پيښه هغه وخت وشوه چې یو تن د زده کونکوپه جامه کې د پولیسو د اکېډیمۍ له وره سره چاودنه وکړه.

تر دې وړاندې د جمعې په سهار د کابل په شاه شهید سیمه کې هم یوه بله چاودنه وشوه چې پنځلس تنه یې ووژل او شاوخوا دوه سوه څلویښت تنه یې ژوبل کړل.

د شاه شهید د چاودنې پړه چا نه ده منلې خو طالبانو ویلي چې د پولیسو له اکاډیمي سره شوی برید دوی کړی دی.

تیره ورځ د کابل له هوایي ډګر سره نژدې هم چاودنه وشوه او د هغې پيښې په اړه کره مالومات نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان په پلازمېنه کې داسې لوی او مرګوني بریدونه په داسې وخت کې شوي چې څه باندې یوه اونۍ وړاندې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې پخلی وشو.

د ملا عمر د مرګ تر اعلان او پخلي وروسته نه یوازې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د روغې جوړې د مخامخ خبرو اترو لړۍ درېدلې ده بلکې په خپله په طالبانو کې دننه هم اختلافات رامنځ ته شوي دي.

پر طالبانو نظر لرونکي وايي چې په دې وسله واله ډله کې دا اختلافات د مشرتابه پر سر راپورته شوي دي.

د طالبانو د کوټې شورا د ملا عمر د مرګ تر اعلان وروسته د هغه مرستیال ملا اختر محمد منصور د دې ډلې د مشر په توګه وټاکی خو یو شمېر طالب مشرانو ورسره اختلاف وکړ او دا یې یو تېرونه وبلله.

د ملا اختر محمد منصور له ټاکل کېدو سره په اختلاف لرونکو مهمو طالب مشرانو کې تر ټولو د پام وړ کس د ملا عمر ویاند ګڼل کېدونکی طیب اغا وو چې وروسته یې د قطر د دفتر له مسوولیته هم استعفی ورکړه.

د افغان طالبانو د نوي ټاکل شوي مشر ملا اختر محمد منصور د پلوي ډلې له اړخه تېره ورځ د خيبر پښتونخوا د جامعه حقانيه مهتمم او د جميعت علما اسلام (س) ډلې مشر مولانا سميع الحق ته خواست کړی دی چې د منځګړي په توګه رول و لوبوي.

په پاکستان کې د افغان چارو ځينې کارپوهان وايي چې د افغانستان حکومت او افغان طالبانو تر مينځ د روغې جوړې خبرې پر مخ وړلو په خاطر د طالبانو خپل مينځي اختلاف ختمولو لپاره کردار لوبول ښه ګام دی.

د سیاسي او سیمه ییزو چارو ځینې کارپوهان بیا وايي چې دا کار د افغانستان او پاکستان د اړېکو په ګټه نه دی.

XS
SM
MD
LG