ازادۍ راډیو د ۲۰۱۴ز یا ۱۳۹۳ لمریز کال لپاره د خوست جواس خان ته د کال غوره شخصیت انعام ورکړی دی.
نوموړی هغه کس دی چې د تېر کال د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال یې ماشومه لور مړه شوې وه خو ده د هغې مړینه د دې لپاره پټه ساتلې وه چې خپلوان او کلیوال یې د ووټ یا رایې له ورکولو پاتې نشي.
د پنجشنبې پر ورځ په کابل غونډې ته د وینا پر مهال د ازادۍ راډیو مشر هاشم مومند د ډیموکراټیک فرهنګ لپاره د جواس خان کردار ستاینه وکړه.
د ازادۍ راډیو کال غوره شخصیت لمانځغونډې ته ګڼ حکومتي چارواکي، خبریالان، سیاسي پوهان او فرهنګیان ورغلي ول.