پېښور: د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې د یوه پوځي هیلي کاپټر پرېوتو په پېښه کې ۱۲ پوځیان وژل شوي چې پکې افسران هم شامل دي.
د پاکستان یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط بېګا مشال راډيو ته وویل، هیلي کاپټر تېر مازیګر د طبي مرستو په موخه له راولپېنډۍ څخه ګلګت بلتستان ته روان وو چې د پېښې ښکار شو.
د ده په خبره، په وژل شویو کې د پاکستاني پوځ مېجران او پوځي ډاکتران شامل دي.
دی زیاتوي چې هیلي کاپټر ظاهراً د خراب موسم او تخنیکي ستونزو له کبله پرېوتی.
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د پېښې سمدستي پلټنو امر کړی دی.
بل پلو د افغانستان په زابل ولایت کې هم د پوځي هیلي کاپټر پرېوتو په پېښه کې د وژل شویو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی.
په سیمه کې یوه پولیس چارواکي رسنیو ته ویلي چې په دې پېښه کې ۱۲ پوځیان او د هیلي کاپټر د عملې پینځه غړي وژل شوي دي.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال تېره ورځ مشال راډیو ته وویل، پېښه د شینکۍ او نوبهار ولسوالیو په منځ کې د سپینې ډبرې په کلي کې شوې ده.
یوه بل پولیس چارواکي د نوم نه ښودو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې هیلي کاپټر د تخنیکي ستونزو له کبله پرېوتی دی.