د لاسرسي ځای

خېبر پښتونخوا کې د هېليکاپټرې له نسکورېدو ۱۲ پوځیان وژل شوي


د خېبر پښتونخوا په مانسهرې کې د یوه پوځي هیلي کاپټر پرېوتو په پېښه کې ۱۲ پوځیان وژل شوي چې پکې افسران هم شامل دي.

د پاکستان یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط بېګا مشال راډيو ته وویل، هېليکاپټر تېر مازیګر د طبي مرستو په موخه له راولپېنډۍ څخه ګلګت بلتستان ته روان وو چې د پېښې ښکار شو.

د ده په خبره، په وژل شویو کې د پاکستان پوځ مېجران او پوځي ډاکتران شامل دي.

دی زیاتوي چې هیلي کاپټر ظاهراً د خراب موسم او تخنیکي ستونزو له کبله پرېوتی. د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د پېښې سمدستي پلټنو امر کړی.

XS
SM
MD
LG