د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه د داعش ضد جګړه پراخوي


د ترکي د بهرنیو چارو وزیر( میولوت کووسوغلو ) وايي ، ډېر ژر به د اسلامي دولت وسله والې ډلې داعش پر ضد پراخه جګړه پیل کړي.

نوموړي د چارشنبې پر ورځ په کولالمپور کې د اسیان سرمشریزې پر مهال وویل چې د امریکا بې پیلوټه او جنګي الوتکو د ترکي هغې هوايي اډې ته رسېدل پیل کړي چې له شام سره پر پوله پرته ده.

ده وویل، امریکا او ترکي به ډېر ژر د داعش پر ضد پراخه جګړه پیل کړي او دا به د ده په وینا د شام غیر سخت دریځه اپوزېشن لپاره د داعش په وړاندې هم جګړه خوندي کړي.

میولوت کووسوغلود چارشنبې پر ورځ په ملاشیا کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کېري سره هم ولیدل.

ترکي د جولايي میاشتې په پای کې په شام کې د داعش پر ضد هوايي بریدونه وکړل او هم یې د امریکا جنګي الوتکو ته اجازه ورکړه چې د داعش پر ضد دي د ترکي له فضايي حدودو کار واخلي.

امریکايي چارواکو وویل چې بې پیلوټه وسله والو الوتکو په لومړي ځل د تېرې اونۍ په پای کې له ترکي څخه په خپل کار پیل وکړ.

د دې چارواکو په وینا ، پوځ د دې لپاره په پلان جوړونه بوخت دی چې ډېر ژر به له دې بې پیلوټه الوتکو سره جنګي الوتکې هم ملګرې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG