د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د نوي طالب مشر ټاکنو د افغان حکومت دریځ نه دی اړولی”


د افغانستان حکومت وايي ، د طالبانو په مشرتابه کې بدلون د سولې د خبرو اترو لپاره د افغان حکومت پر دریځ اغېز نه کوي.

دا خبره د افغان ولسمشر ویاند ظفر هاشمي بېګا له مشال راډیو سره په خبرو کې وکړه.

ظفر هاشمي وویل، کله چې د مذاکرو د دویم رسمي پړاو شرایط او زمینه برابره شي نو دوی به خپل پلاوی ورته وټاکي.

دا له هغه وروسته ده چې ، په بهرنیو چارو کې د پاکستاني وزیراعظم سلا طارق فاطیمي د چارشنبې په ورځ وویل ، د افغانستان د سولې د خبرو اترو دویم پړاو به ډېر ژر پیل شي.

دا خبرې اترې د جولايي پر یودېرشمه کېدې خو د طالبانو د مشر ملا عمر د مرګ تر اعلان وروسته د طالبانو له خوا وځنډول شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG