د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان یو عدالت د الطاف حسېن د نیولو امر کړی


د پاکستان یو عدالت د متحده قومي موومنټ د مشر الطاف حسېن د نیولو امر کړی دی.

د عدالت چارواکي وايي چې د الطاف حسېن د نیولو لپاره یې ناقابل ضمانت وارنټ له هغه وروسته جاري کړ چې هغه په یو ټلویزیوني مرکه کې په مبینه توګه د ملېشته ځواکونو یو کرنل ته دهړکې ورکړې.

دا له هغه وروسته وه چې رېنجرز ځواکونو د مارچ په میاشت کې په کراچۍ کې د متحده قومي موومنټ پر مرکز چاپي وهلې وو.

په وارنټ کې غوښتنه شوې ده چې الطاف حسېن دي د اګست پر شلمه نېټه عدالت ته حاضر شي.

الطاف حسېن په لندن کې ژوند کوي. نوموړی په ۱۹۹۲م کال کې له هغه وروسته لندن ته ولاړ چې د قتل په ګډون په یو شمېر مقدمو کې یې د نیولو ورانټونه جاري شو. خو دا کېسونه وروسته بیرته اخیستل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG