د لاسرسي ځای

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په یوه ورځني سفر کوټې ته تللی


وزیراعظم نوازشریف به هلته د زرعي پوهنتون، سریاب فلايي اوور پرانستنه او د سمنګلي انډرپاس بنیادي خښته کښېږدي.

له نوازشریف سره په دې سفر کې د پوځ مشر جنرال راحیل شریف او د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي خان هم ملګري دي.

نوموړي ته به وروسته په ګورنرهاوس کې د صوبې پرامنیت حال ورکړل شي.

کوټې ته د وزیراعظم د دورې مهال کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او اکثره لویې لارې د ولسي وګړیو پرمخ تړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG