د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان شخړه: ‘پوځي عملیات او خبرې یو ځای نشي چلېدای’


د سې شنبې یا نهې پر ماښام د پاکستان وزیراعظم میا نواز شریف له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، وزیراعظم د بلوچستان له اعلا وزیر ډاکتر مالک بلوڅ او د نیشنل پارټۍ له مشر سېنېټر حاصل

د سې شنبې یا نهې پر ماښام د پاکستان وزیراعظم میا نواز شریف له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، وزیراعظم د بلوچستان له اعلا وزیر ډاکتر مالک بلوڅ او د نیشنل پارټۍ له مشر سېنېټر حاصل بزنجو سره د بلوچستان امنیتي حالت او هلته پر روانو پرمختیايي پروژو خبرې وکړې.

پر چارشنبه د پاکستان اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د سرچینو له خولې وویل، د بلوچستان اعلا وزیر د پاکستان وزیراعظم ته خبر ورکړ چې د حربیار مري له بلوڅ لېبرېشن ارمي او د ډاکتر الله نظر بلوڅ له بلوڅ لېبرېشن فرنټ علاوه په بلوچستان کې له شاوخوا ټولو بېلتونپالو وسله والو ډلو سره د روغې خبرې روانې دي.

خو پر چارشنبه یا شورو د بلوڅ ملتپالانو یوه سیاسي سازمان مشر غړي د امنیتي مشکلاتو له کبله خپل نوم ونه ښود او مشال راډيو ته یې وویل، د بلوڅ ملتپاله وسله والو ډلو د پاکستان له حکومت سره د هېڅ ډول خبرو تصدیق نشي کولای.

د بلوچستان اعلا وزیر ډاکتر مالک بلوڅ هم شاوخوا دوه اوونۍ مخکې له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال ویلي ول چې په رسمي ډول یې له هېڅ وسله والې بېلتونپالې ډلې سره خبرې نه دي کړې.

د بلوڅ چارو پوه او شنونکی محمد علي تالپور وايي، د پاکستان حکومت دا هڅه کوي چې د ښو او بدو طالبانو په څېر، ښه او بد بلوڅان وښيي او وايي له ځېنو ډلو سره خبرې کوي، له ځېنو سره یې نه کوي.

د تالپور په وینا، دا طریقه یا تګلاره مناسبه نه ده:

(([د پاکستان واکدارن] هڅه کوي چې په څه شکل په بلوڅانو کې تضادات او اختلافات پیدا شي او دا توپیر کول غواړي چې له پلانکي سره دې خبرې وشي، له پلانکي سره دې نه کېږي. دا هم د ښو او بدو طالبانو په څېر دلیل دی. دوی غواړي د بلوڅانو اختلافات [پراخ کړي]. اختلافات خو په ټولو تحریکونو کې وي، نو په بلوڅ ډلو کې هم څه نا څه شته. نو حکومت دا نور پراخول غواړي چې دا ډلې له یو بل سره وجنګوي او له یو بل یې خپه کړي.))

د بلوڅ سیاسي سازمان مشر زیاته کړه چې په اواران کې د پاکستان امنیتي ځواکونه د بلوڅانو پر ضد پوځي عملیات او بمبارۍ کوي نو په دې صورت کې د خبرو هېڅ جواز یا دلیل نشته.

د بلوچستان نیشنل ګوند مېنګل ډلې سېنېټر ډاکتر جهانزېب جمالدیني هم په اواران کې د عملیاتو پخلی وکړ خو ویې ویل د حکومت او وسله والو ډلو تر منځ د روغې له خبرو نه دی خبر.

ده وویل، د سیاسي ګوند غړي په توګه دی په جمهوري مبارزې باور لري نو باید د روغې خبرې وشي، البته عملیات او خبرې دواړه پر یو وخت نشي کېدای:

(([عملیات او خبرې] دواړه یو ځای نشي کېدای. له پیله موږ دا ویلي چې که [د پاکستان حکومت له بلوڅ ملتپالانو سره] خبرې کول غواړي او د خلکو زړونه ګټل غواړي نو ښه لار دا ده چې عملیات ختم کړي، په زندانونو کې ټول بندي [بلوڅان] باید خوشې کړل شي، د بلوڅانو د [شکنجه کولو یا ځورونې] خونې باید وتړل شي، او دا د تښتولو، وژلو او خرابو کړل شویو مړو غورځولو پالیسي باید بالکل ختمه کړل شي. که دا کارونه وشي نو بیا به [په خبرو کې] اساني وي. که دا [کارونه] روان وي نو دا جنګ به هم روان وي.))

د بلوڅ چارو پوه او شنونکی محمد علي تالپور هم د پاکستان حکومت پر تګلاره انتقاد کوي او وايي، په اواران کې د روانو عملیاتو تر ټولو لوی مقصد د چین و پاکستان اقتصادي لار په اړه د بلوڅ ملتپالانو مخالفت او مبارزه کمزوري کول دي.

تالپور زیاتوي، د پاکستان حکومت دا وینا چې بلوڅان دې وسله کېږدي نو ورته به بښنه وکړي هم ملتپاله بلوڅانو ته د منلو وړ نه ده:

((که ته یوازې خپل شرطونه وړاندې کړې چې وسله کېږده، زموږ خبره ومنه، نو دا کار [بلوڅان] نه کوي. کله چې پر هنويي د امریکا بمباري کیده نو هغه وخت هم د وېتنام او امریکایانو تر منځ خبرې روانې وي. نو په دې کې شک نشته چې یوازې په خبرو مسلې هوارېږي، خو د خبرو له لارې د مسلو حل کولو لپاره یوه خوا چې طاقتوره هم وي باید له فهم، فراست، عقل او دانایۍ سره خبرې وکړي. د پاکستان حکومت رویه د بنګلادېش په اړه هم دا وه او د بلوڅانو په اړه هم دا ده چې موږ به مو په زور او په وهلو ټکولو سم کړو. نو چې داسې رویه وي، او د بلې خوا حقونه او خپګان تاسې نه منۍ نو په اړیکو کې ارامي کله راتللای شي؟))

شنونکي او بلوڅ سیاستوال دا ګڼي چې که پاکستان د بلوچستان شخړې په هواري کې صادق وي، نو دا دوه اړخیزه تګلاره چې له یوې خوا خبرې کوي او له بلې خوا د بلوڅانو پر ضد عملیات، دې پرېږدي او د بلوڅانو حقونه دې تسلیم کړي.

XS
SM
MD
LG