د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: بمي چاودنې یو سرتېری وژلی


نن د چارشنبې پر ورځ ماسپښین درې نیمې بجې په خوست ښار کې د ملي اردو په رینجر ګاډي پسې د سړک د غاړې بمي چاودنه شوې، چې په کې د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی دی.

نن د چارشنبې پر ورځ ماسپښین درې نیمې بجې په خوست ښار کې د ملي اردو په رینجر ګاډي پسې د سړک د غاړې بمي چاودنه شوې، چې په کې د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی دی.

په خوست کې د ملي اردو د مطبوعاتي دفتر یو تن مسوول شاه جهان مشال راډیو ته وویل، چې یاد چاودنه د خوست ښار د میخانیکي لیسې پر سړک د ملي اردو په رینجر موټر پسې شوې، چې په کې د ملي اردو یو سرتیری مړ او بل ټپي شوی دی.

شاه جهان زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې رینجر ګاډی هم ویجاړ شوی دی.

د پولیسو ځايي چارواکي وايي، چې د چاودنې په تړاو يې پلټنې پیل کړي دي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د یو بل خبر له مخې:

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د سېشنبې پر ورځ ناوخته د یاد ولایت د بېرمل ولسوالۍ د ترخه په سیمه کې د سلطان په نوم د طالبانو یو قوماندان د خپلو شپږو ملګرو سره وژل شوی دی.

د پکتیکا ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه مشال راډیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې یاد وسلوال د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي دي.

په خبر پاڼه کې د دې هوايي برید په تړاو نور توضیحات نه دي ورکړل شوي او کومې وسلوالې ډلې هم د برید په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG