د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې ډرون بریدونه زیات شوي دي


د بریتانيا يوه غير ـــ حکومتي اداره وايي، په افغانستان کې د بې پايلټه الوتکو په برېدونو کې مرګژوبله زياته شوې ده.

د پلټنونکي ژورنالزم اداره «بيورو آف انوسټيګېټیوجرنلزم»په خپل یوه تازه رپورټ کې د پاکستان، افغانستان، صوماليه او يمن کې د امريکايي بې پايلټه الوتکو د بریدونو جاج اخیستی دی.

رپورټ زياتوي چې امرېکا په افغانستان کې د ډرون عمليات زيات کړي دي او يوازې د جولايي په مياشت کې بې پايلټه الوتکو اوولس بریدونه کړي دي.

په دغو حملو کې دوه سوه شپاړس کسان وژل شوي دي چې دا په روان کال کې يوازنۍ مياشت ده چې پکې ډرون الوتکو په دومره لوی شمېر کې مرګونه کړي دي.

د نيوز ويک مجلې رپورټ وايي، د دوه زره څوارلسم کال په پرتله له وسله والو سره په جګړه کې د افغان عسکرو په وژنو کې ۵۰ فيصده زياتولی راغلی دی.

د روان کال په لومړنيو شپږ مياشتو کې څلور زره سل عسکر وژل شوي او اوه زره اته سوه ټپيان شوي دي.

بيورو آف انوسټيګېټیوجرنلزم په دې رپورټ کې په پاکستان کې د شوو ډرون بریدونو ذکر کوي او وايي، په دې هېواد کې د جولايي په مياشت کې بې پايلټه الوتکو هېڅ برېد نه دی کړی.

د رپورټ په خبرو تر دې وړاندي د فروري په مياشت کې هېڅ يو برید نه وو شوی خو له هغه راهیسې تر جولايې پوري به په مياشت کې دوې يا درې حملې کېدلې.

نيوز ويک مجله زياتوي چې د بې پايلټه الوتکو د برېدونو په شمېر کې کمی ښايي د هدف د نشتوالي له وجې راغلی وي.

مجله پر مخ کاږي چې د پاکستان پوځ په قبايلي سيمو کې عمليات پيل کړي دي چې له وجې يې د راپورونو له مخي وسله وال افغانستان ته اوښتي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG