د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان سپریم کورټ د پوځي عدالتونو ملاتړ وکړ'


یاده دې وي پاکستان بار کونسل او سپریم کورټ بار کونسل په پشمول د وکیلانو نورو تنظیمونو د یویشتم ایني ترمیم لاندې جوړ کړل شوی د پوځي عدالتونو جوړولو فیصله چیلنج کړې وه او ویلې وو چې د پوځي عدالتونو جوړولو پرېکړه پر اوسني عدالتي نظام بې باوري ښيي.

نن سهار د پاکستان سپریم کورټ د پوځي عدالتونو خلاف دایر کړې درخواستونه خارج کړي دي او حکم یې ورکړې دی چې پوځي عدالتونه دې پرځای وساتل شي.

د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس ناصرالملک په مشرۍ اوولس کسیزه جرګګۍ «بېنچ» د یویشتم ایني ترمیم خلاف دایر کړل شوي درخواسوتونو اورېدنه وکړه چې پکې یوولس ججانو د پوځي عدالتونو په حق کې او شپږو یې مخالفت کې پرېکړه وکړه.


یاده دې وي پارلیمان د پروسږ کال په ډیسېمبر میاشت کې د ارمي پبلک سکول له ناورینه پس د پوځي عدالتونو جوړولو لپاره یویشتم ایني ترمیم او پوځي شق «ارمي ایکټ ۱۹۵۲» منظور کړی وو.

پوځي عدالتونو تر اوسه شپږ وسله والو ته د مرګ سزا اورولې ده خو په سپریم کورټ کې د پوځي عدالتونو خلاف درخواستونه دایرولو پس سپریم کورټ په دې سزاګانو لاسپورې کول دورلی وو.

د پاکستان وزیراعظم مشیر اشتر اوصاف د پاکستان له سرکاري ټي وي سره په خبرو کې د سپریم کورټ پرېکړې هر کلی کړی او ویلي یې دي چې دا د انساني حقونو سرغړونه نه بلکې د ترهګرۍ ځپلوجګړې یوه برخه ده.

د دې ترڅنګ د سپریم کورټ دې اوولس کسیزه جرګګۍ د ججانو ګمارلوپه اړه د اتلسم ایني ترمیم خلاف هم درخواستونه رد کړې دي او په دې فیصله کې څوارلسو ججانو متفقه فیصله مخې ته راغلې ده او درې ججانو یې مخالفت کړی دی.

په دې درخواستونو کې د ججانو ټاکلو په اړه د پارلیمان کردار ، د این بینادي ډانچې او پارلیمان ته د اینسازۍ اختیاراتو په اړه پوښتنې راپورته شوې وې.

د دې دواړو معاملو په اړه تفصیلي فیصله به سپریم کورټ لخوا نن جاري کېږي.

یاده دې وي پاکستان بار کونسل او سپریم کورټ بار کونسل په پشمول د وکیلانو نورو تنظیمونو د یویشتم ایني ترمیم لاندې جوړ کړل شوی د پوځي عدالتونو جوړولو فیصله چیلنج کړې وه او ویلې وو چې د پوځي عدالتونو جوړولو پرېکړه پر اوسني عدالتي نظام بې باوري ښيي.

دې تنظیمونو دا هم ویلې وو چې دا عدالتونه له بنیادي انساني حقونو سرغړونه ده.

XS
SM
MD
LG