د لاسرسي ځای

تازه خبر

'راج ولي شاه خټک د یوې پښتو لیکبڼې له مبارزو وو'


ډاکټر راجولي شاه خټک چې د پښتو اکاډمۍ مشر وو نو په دغه موده کې یې ډیرې ستړې کړې وې چې د نړۍ ټول پښتانه په یوه ګډه املاء متفق کړي.

په پیښور کې د ارواښاد پروفېسر ډاکټر راج ولي شاه خټک په یاد کې د امریکا غږ ډیوې راډيو یوه علمي غونډه جوړه کړې وه چې پکې د پښتو د سر سر لوی شاعران، ادیبانو او دانشوران پر یوځای راټول شوي ول.

مقررینو پخپلو وینا ګانو کې وویل چې ډاکټر راجولي شاه خټک په پښتو ادب کې نه یوازې غوره تخلیقي صلاحیتونه ښکاره کړي بلکې د تنقید، تحقق له لارې یې هم د پښتوادب ځولۍ ډکه کړې ده.

د دغه سیمینار پر مهال ډاکټر راج ولي شاه خټک سره ډیر نزدې پاتې شوو ډاکټر یارمحمد مغموم، پروفېسر اباسین یوسفزيي او احمد علي عاجز د راج ولي شاه خټک د شخصي ژوند د خوشګواره اړخونو په اړه خپلې خاطرې د محفل له برخه والو سره شریکې کړې او ویې ویل، نوموړی چې څومره دروند، سنجیده علمي شخصیت لرلو په عام ژوند کې ډیر ټوکي او خوشمزاجه هم وو.

د دغو پوهانو د وینا ګانو نچوړ پر دې ټکي زیات تاویدلو چې په موجوده سنګینو حالاتو کې چې پښتانه له لوري له ستونزو او تاوانونو سره مخامخ دي په دغسې حالاتو کې د ډاکټر راج ولي شاه خټک په څیر د سترګورو دانشورانو مړینه نه یوازې د هغه کورنۍ بلکې د ټولو پښتنو لپاره یو ستر زیان دی .

د ټولو پښتنو لپاره د یوې متفقه املاء رائجولو په لړ کې هم د ارواښاد هڅې وستایل شوې او ویې ویل چې کله ډاکټر راجولي شاه خټک د پښتو اکاډمۍ د ډایرېکټر په توګه خپلې چارې ترسره کولې نو په دغه موده کې یې ډیرې ستړې کړې وې چې د نړۍ ټول پښتانه په یوه ګډه املاء متفق کړي.

هغوئ د اکاډمۍ له لارې د پښتو ادب اؤ ژبې د ترویج لپاره هم د ډاکټر راج ولي شاه خټک خدماتو ته زرینې پیرزوینې وړاندې کړې او ډیوه راډیو یې وستایله چې د دغسې لوی پښتون دانشور خدماتو ته یې د پیروزینو وړاندې کولو په غرض یې دا سیمینار راجوړ کړ.

ډاکټر راج ولي شاه خټک چې د نوښار ضلعې په ډاگ اسماعیل خیلو کلې کې په ۲۴مه جنورۍ کال ١٩٥٢ کې د قدیم شاه په کور کې زیږیدلی و، ګڼ علمي، تنقیدي او تحقیقي کتابونه یې د پښتو ادب ځولۍ ته ډالۍ کړي دي او د دې ترڅنګ یې د نوو لیکوالانو په روزنه کې هم لوی لاس لرلو.

نوموړی د سترو شاعرانو امیرحمزه خان شینواري، غني خان، قلندر مومند او اجمل خټک سره ډېر نزدې نه پاتې شوی ؤ اؤ زیاتره وخت به یې د شلمې صدۍ د دغو عهدسازو شخصیاتو سره علمي او تنقیدي بحثونه کول.

د دغه سیمینار صدارت د پښتو د سوونو کتابونو مصنف، مولف، شاعر ادیب، نقاد او محقق ښاغلي همیش خلیل کوله اود کوربه چارې یې د ډیوه خبریال فاروق فراق اؤ پروفیسر اباسین یوسفزي سرته ورسولې.

سیمینار ته ښاغلو همیش خلیل، ډاکټر یارمحمد مغموم، سلیم راز، رحمت شاه سائل، پروفېسر اباسین یوسفزي، استاد محمد اصف صمیم، ډاکټر خادم حسین عامر، نورالبشر نوید، قیصر اپریدي، ودود اشنغري، ډاکټر احمدعلي عاجز، دپښتو اکیډمۍ ډایریکټر نصرالله وزیر او د ډاکټر راج ولي شاه خټک مشر زوی انجنئیر یحی ولي خټک د ډاکټر راج ولي شاه خټک په هکله خپل تاثرات د نظم او نثر په ژبه کې څرګند کړل او د ژبې او ادب په برخه کې یې د هغه کړي خدمتونه وستایل.

په شلمه او یوویشتمه پېړۍ کې د پښتو ادب په نقادانو، محقیقینو او شاعرانوکې وتلی شخصیت، د لوړ فکر څښتن شاعر، لیکوال او محقق پروفېسر ډاکټر راج ولي شاه خټک د جولايي میاشتې پر شلمه نېټهد زړه له دورې ومړ.

سرچینه: ډیوه راډيو

XS
SM
MD
LG