د لاسرسي ځای

تازه خبر

شفقت حسېن د نړیوالو احتجاجونو باوجود په دار کړل شو


د پاکستان حکومت د بشري حقونو نړیوالو ډلو لخوا د اپيلونو باوجود شفقت حسین نومی یو ځوان نن سېشنبه پر دار وځړاوه. نوموړی په ۲۰۰۴ م کال کې د یو ماشوم پر وژل کېدو ګرم ګرځول شوی و.

تر دې وړاندې، د شفقت حسین مدافع وکیل ویلي وو: کله چې شفقت حسین د وژنې په تور ګرم وبلل شو، او د مرګ سزا ورته واورول شوه، نو هغه مهال یوازې څوارلس کلن و، او د تشدد په پایله کې ترې اعتراف اخیستل شوی و ، خو د حکومتي چارواکو نظر بیا داو چې د سزا پرمهال هغه بالغه و.

نوموړی تیره شپه د وروستي ځل لپاره د خپلې کورنۍ سره لیدو ته پریښودل شو او بیا نن سهار وختي د کراچۍ په جیل کې په دار وځړول شو.

په روان کال کې د شفقت حسین د اعدام کولو سزا څلور وارې له هغې وروسته ځنډول شوې وه چې قانوني ننګونې او د بشري حقونو د نړیوالو ډلو او د ملګرو ملتونو لخوا غبرګونونه مخې ته راغلل.

د تیر کال له دسمبر میاشتې راهیسې پاکستان یو وارې بیا داعدام ورکولو سزاګانې پیل کړي او تراوسه یې شاوخوا ۱۸۰ کسان په دار ځړولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG