د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر پښتونخوا کې اوسنیو بارانونو ۷۷ کسان وژلي


د خیبر پښتونخوا د افتونو سره د مبارزې صوبیايي اداره یا پي ډي اېم اې وايي چې په خیبر پښتونخوا کی باراونو او سیلابونو اوه اویا (۷۷) کسان وژلي دي او اته څلوېښت یې ژوبل کړي دي، بلخوا له قدرتي آفتونو سره د مبارزې قامي اداره يا اين ډي اېم اې وايي چې په ټول ملک کې د بارانونو او سيلابونو له وجې یوسل اتلس (۱۱۸) کسان مړه شوی دي.

د پي ډي ايم اې چارواکي محمد ندیم مشال راډيو ته وويل، چې د بارانونو او سيلابونو له وجی په صوبه کی تر ټولو زیات په چترال ضلع کې څلوردېرش (۳۴) په کرک کی نهه (۹) په بر دیر کې اته (۸) او په پېښور کې شپږ (۶) کسان مړه شوی دي.

د نوموړي په وینا چې بارانونو او سېلاوونو په صوبه کې ولس د ځاني زیانونو سره سره له مالي زیانونو سره هم مخامخ کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG