وسله وال طالبان ادعا کوي چې په جنوبي وزیرستان کې یې په دوو جلا جلا بریدونو کې د پاکستان پوځ څوارلس عسکر وژلي دي خو استخباراتي سرچيني بیا د خپلو درو عسکرو د ژوبلېدو او د پنځو وسله والو د وژلو خبره کوي.
له سیمې د مشال راډیو خبریال د طالبانو وياند اعظم طارق په حواله وايي چې لومړۍ کاروايي په زار ژور سيمه کې وشوه چې پر يوه پوسته د برید مهال یې نهه عسکر ووژل. او دویم برید یې د سورنګ بابا زيارت په سميه کېوکړ او پنځه عسکر یې ووژل. او د خپلو ملګرو له مرګژوبلې انکار کوي.
بلخوا استخباراتي سرچينو بيا مشال راډيو ته وويل چې دواړو کاروايانو کې د پوځ درې ځوانان ژوبل شوي چې د درملنې لپاره واڼه ته رسول شوې دي خو په دې دوران پنځه وسله وال هم وژل شوي.
د استخباراتي سرچينو په وينا د دوه وسله والو مړي د پوځ په ولکه کې دي او درې مړي وسله والو له ځان سره وړي دي.