د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: پولیسو څلور تښتول شوي موټر او عاملین يې نیولي


خوست امنیه قوماندان د یاد ولایت په ګربزو، متون او یو شمېر نورو سیمو په لارو او سړکونو کې د خواوشاه دېرش کړۍ لویو ماینونو د شنډولو او یوه اندازه نورو مهماتو د نیولو خبره هم وکړه

د دوشنبې پر ورځ د خوست امنیتي چارواکو هغه څلور عرادې موټرونه او یو موټر سایکل چې په دې وروستیو ورځو کې د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې د غلو له خوا تښتول شوي ول، له نیول کیدو وروسته خپلو مالکانو ته وسپارل.

همدرانګه پولیسو خواوشا دیرش کړۍ ماینونه، چې وسلوالو په لارو او سړکونو کې ځای پر ځای کړي ول شنډ او ترلاسه کړي دي، پولیسو د دې قضیو په تړاو څلور کسان هم نیولي دي.

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت خپلو مالکانو ته د څلور عرادې موټرونو او یو موټر سایکل د سپارلو او رسنیو ته د پولیسو له خوا د شنډ شویو ماینونو او چاودیدونکو تو کو د ښودلو پر مهال وویل، چې اوسمهال د امنیتي موظفینو په فعالیتونو کې چټکوالی راغلی او د ډیریو ورانکارو عملونو مخه يې نیولې ده:

((دوه عرادې موټر چې غلو تښتولي وو، د یوې قضیې په ارتباط نفر هم نیول شوي دي، همدرانګه خوشبختانه همدا شیبه پولیسو دوه عرادې تښتول شوي موټر د تښتونکو سره یو ځای نیولي دي.))

خوست امنیه قوماندان د یاد ولایت په ګربزو، متون او یو شمېر نورو سیمو په لارو او سړکونو کې د خواوشاه دېرش کړۍ لویو ماینونو د شنډولو او یوه اندازه نورو مهماتو د نیولو خبره هم وکړه:

((دیارلس کړۍ ماینونه چې د ګربزو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دښمن ځای پر ځای کړي ول، زموږ کشفي ارګانونو کشف او خنثی يې کړل، د ریموټ کنټرول څلور دستګاوې هم نیول شوي، څوارلس نور غټ ماینونه چې د خوست په بیلابیلو سیمو کې ځای پر ځای شوي ول، هغه هم پولیسو شنډ کړي او انتقال کړي يې دي.))

د ګلبدین په نوم د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي څخه هم چې یو عراده سراچه موټر غلو تښتولی وو، پولیسو يې موټر پیدا او ده ته يې بېرته وسپاره.

نوموړي په دې برخه کې د پولیسو له چټک عمل او مرستې څخه مننه وکړه:

((زه ګلبدین نومیږم د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ اوسیدونکی یم، زما څخه د خوست په ولایت کې یو عراده موټر غلو راڅخه بیولی وو، بیا د امنیه قوماندان او جنايي مدیر په مرسته د پولیسو له خوا ګیر شول او ماته خپل موټر راکړل شو او مجرمین يې هم ګرفتاره کړل.))

د یادونې وړ ده په دې وروستیو کې خلک شکایت کوي، چې په خوست کې جنايي پيښې او ماین اېښودنې ډیرې شوي، خو امنیتي کسان وايي، چې مقابل کې يې د دوی فعالیتونه هم چټک شوي دي.

XS
SM
MD
LG