د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پشکال بارانونو زیانونه دوام لري، د مړیو شمېر ۱۱۶ ته ورسېد


په باجوړ ایجنسۍ موخه نومی کلی کی د کوټی دراپریوتو لوجی پنځه ماشومانو پشمول شپږ کسان مړه او دوه زخمیان شوی دی

د قدرتي آفتونو سره د مبارزې قامي اداره يا اين ډي ايم اے وايي چې په ملک کې د بارانونو او سيلابونو لوجې یوسل شپاړس (۱۱۶) کسان مړه او یو شپیته (۶۱) ژوبل شویدي،بلخوا په باجوړ کښی د کوټی د راپریوتو لوجی 6 کسان مړه او دوه زخمیان شوی دی.


د اين ډي ايم اے چارواکي احمد کمال مشال ريډيو ته وويل چې د بارانونو او سيلابونو لوجې په خيبر پښتونخوا کې نهه پنځوس (۵۹) کسان مړه او شپږویشت (۲۶) ژوبل شويدي په پنجاب صوبه کې دوه ویشت (۲۲) پاکستان د انتظام لاندې کشمير کې شل (۲۰) په بلوچستان صوبه کې لس (۱۰) او په ګلګت بلتستان کی پنځه (۵) کسان مړه شويدي.

نوموړي زياته کړه چې د بارانونو او سيلابونو لوجې په ټول ملک کې دوه ذره اووه سوه اوه څلویښت (۲۷۴۷) کورونو ته په مکمله او يا په جزوي توګه نقصان هم رسيدلې دې او پهخیبرپښتونخوا کې څلور سوه اووه دیرش (۴۳۷) کورونو ته په مکمله توګه او شپږسوه یواتیا (۶۸۱) ته په جزوي توګه نقصان رسولې دې،

د احمد کمال په وينا چی د خيبرپښتونخوا او بلوچستان نه علاوه په نور ملک کې بارانونو او سيلابونو د دوه ذره دری اویا (۲۰۷۳) کلو د اووه نیم لکو نه زيات خلق متاثره کړيدي او د دې متاثرينو لپاره څلور سوه یو اتیا (۴۸۱) امدادي کيمپونه جوړ کړې شويدي چې پکې شپږ پنځوس ذرو نه زیات کسان ميشت دې،

مشال ریډیو چی کله د خیبرپښتونخوا د بلدیاتو وزیر عنایت الله نه تپوس وکړو چی صوبه کی د بارانونو او سیلابونو لوجی خلکو ته ځاني زیان سره سره مالي زیان هم اوړیدلی دی نو صوبائي حکومت دی لړ کی څه ګامونه پورته کړیدي؟ نو په ځواب کی نوموړی وائي په چترال کی د بارانونو او سیلابونو لوجی خلکو ته ډیر زیات زیان اوړیدلی دی نو صوبائي حکومت خپله توجو چترال طرف ته اړولی ده او د حکومت دا کوښښ دی چی ذر ترذره په چترال کی د بحالۍ کارونه سر ته ورسوي او ترڅو چی د صوبی د نورو برخو خبره ده نو د صوبائي حکومت یو شمیر ادارو په مختلفو ضلعو کی خپلی هلی ځلی شروع کړیدي او چی په کومو ځایونو کی چاته د څه قسمه مرستو ضرورت وي نو دا اداری ورسره کومک کوي،

دی ترڅنګه په باجوړ ایجنسۍ موخه نومی کلی کی د کوټی دراپریوتو لوجی پنځه ماشومانو پشمول 6 کسان مړه او دوه زخمیان شوی دی

د سیمی نه د مشال ریډیو خبریال ترمخه چی د موخی کلی د وسیدونکی میاسید د کور یوه کوټه بیګا د بارانونو لوجیراپریوته چی پکښی 5 ماشومان او یوه زنانه مړه او دوه نور پکی ژوبل شول،

بلخوا د موسمياتو محکمې چارواکي محمد رياض وايي چې د قبايلي سيمو او خيبرپښتونخوا پشمول د ملک په یو شمیر برخو کی به د پشکال د بارانونو دا لړۍ د راتلونکې دوو نه تر دری ورځو پورې دمې دمې سره جاري وي

د ملک په مختلفو سیندونو کی د اوبو سطحی پحقله د نوموړي وینا وه چی کابل دریاب کی به راتلونکي څلیریشت ساعتو پوری د اوچتی درجی سیلاب وی او د هغی ورستو به په اوبو کی کموالی راتلل شروع شی دی نه علاوه په سند دریاب کی د پنجاب نه واخله تر سند صوبی پوری په ټولو مقاماتو هم د اوچتی درجی سیلاب دی

د یادونی ده چی تیر کال هم د بارانونو او سیلابونو لوجی په ټول ملک کی دری سوه شپیته (۳۶۰) پوری کسان مړه او

XS
SM
MD
LG