د لاسرسي ځای

تازه خبر

''له ایران سره تړون د سیمې امنیت ته ګټور دی''


د امریکا بهرنیوچارو وزیر په مینځني ختیځ کې خپلو اتحادي هېوادونو ته باور ورکړی ــ چې له ایران سره جوهري تړون به د سیمې امنیت پیاوړی کړي.

د ګل پر ورځ په قاهره کې له خبریالانو سره د خبرو په وخت جان کېري وویل، که چیرې له ایران سره شوی تړون په بشپړه توګه عملي شي نو دا به د مصر په ګډون په سیمه کې د ټولو هېوادونو امنیت خوندي کړي.

د نړۍ شپږو ځواکمنو هېوادونه او ایران تېره میاشت په ویانا کې په دې خبره رضا شو چې د ایران جوهري پروګرام محدودولو په بدل کې به د تهران پر ضد لګول شوي بندیزونه لیرې کړل شي.

کېري د ګل ورځ د قطر پلازمینې دوحه ته رسېدلی، چې نن به د شپږو خلیجي هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په سیمه کې د لوظنامې د اغیز پر موضوع خبرې کوي.

خلیجي هېوادونو په څرګنده د لوظنامې هرکلی کړی دی خو ځینو هېوادونه بیا اندېښنه ښودلې چې له تړون سره به ایران نور هم زړه ومومي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG