د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: د پښتنو ۴۰۰ کورونه وران شوي


اسلام اباد کې پوليسو او ځايي انتظامې چارواکو په دريمه ورځ هم د کچه ابادۍ د کورونو ورانول جاري ساتلي دي. دلته د يو شمېر افغان کډوالو ترڅنګ په ګڼ شمېر کې د باجوړ، مومندو او ځينو نورو سيمو کډوالو دېره دي. خلک احتجاج کوي او له حکومته غواړي چې د کورونو ويجاړول دي ودروي.

د اسلام اباد په آيي الېون سیکټر کې د ښار انتظامیې د پولیس او درنې مشینرۍ په زور د پښتنو څلور سوه کورونه وران کړي دي او وايي چې دا کار به تر هغې جاري وي چې ټول کورنه يې ختم کړي نه وي. په همدې حال کې يې د احتجاج کوونکو متاثره خلکو پرضد يې د ترهه ګرۍ مخنیوي تر قانون لاندې مقدمې هم درج کړې دي.

د اسلام اباد انتظاميې يو چارواکي ملک اظهر خورشيد نن مشال ريډيو ته وويل چې څلويښت فیصده سيمه يې پاکه کړي او باقي پاتې ځايونه به هم ړنګ او له کډوالو پاک کړي. نوموړي وويل چې اول يې ځايي خلکو سره خبرې کړي وي او هغوی یې پوه کړي وو چې کورونه يې غيرقانوني دي.

د يادونې ده چې له قبایلي سیمو تر لسو لکو ډېر خلک بې کوره شوي دي چې ځینې يې بیا د خربې امینتي وضعې له کبله لویو ښارونو ته کډه شوي دي. د دې خلکو د ستونځو هوارولو او حقونو ګټلو لپاره پښتون ملت پاله ګوندونو تراوسه څه کردار لوبولې دی؟

خلک وايي چارواکي دي يې کورونه ورانول بس کړي
خلک وايي چارواکي دي يې کورونه ورانول بس کړي

ددې پوښتنې په ځواب کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سینټر عثمان کاکړ وايي پښتانه ووټونه تحریک انصاف ، مسلم لیګ او جمیعت علماء اسلام له ورکوي او د حقونو د خوندي کولو غوښتنه له ملت پالو کوي. نوموړې زیاتوې د اسلام اباد د کچه کورونو په معامله کې متعلقه ادارو ظلم کړیدې.

د عوامي نیشنل ګوند یو مرکزي مشر او سینټر افراسیاب خټک وايي چې په دې معامله د عوامي نیشنل ګوند یو پلاوي له وړاندې د انتظامیې سره لیده کاته کړي وو او اوس به هم د پارلیمان دننه او بهر ددغه ظلم پر ضد خپلې مبارزې له دوام ورکوي . نوموړې زیاتوي چې د زیارت په ورځ پولسو د کورونو د ړنګولو پر ضد په احتجاج کولو د اسلام اباد د عوامي نیشنل ګوند مشر ښاغلې قاسم کاکړ هم نیولې دی.

د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال علي ارقم وايي ـــ اګر چې ملت پالو ګوندونو د پښتنو د حقونو خوندي کولو لپاره اواز اوچت کړي خو د ګوندونو د مشرانو په کچه داسې عملي کارونه نه دي شوي د کوم چې ترې اولس طمعه لري.

ياده دي وي چې د ۱۹۸۵ م راهیسې د اسلام اباد په آيي الیون سیکټر کې د پښتنو د بیلا بیلو سیمو خواؤشا زر کورنۍ اوسیدې ـــ خو انتظامیه وايي دغه کورونه غیرقانوني وو او دا عملیات يي د عدالت په حکم ترسره کړیدي.

د دي کورونو د ويجاړولو ويډيو دلته کتلی شئ.

په اسلام اباد کې سرکار د پښتنو افغانانو کچه کورونه ړنګوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:42 0:00

XS
SM
MD
LG