د لاسرسي ځای

خوست: مدني ټولنې د سولې د مفکورې په خورولو کې اغېزمنې دي


د خوست د بېلابېلو سازمانونو، بنسټونو او شوراګانو غړي همدارنګه ټولنیز شخصیتونه وايي، چې د سولې د بهیر په کامیابولو او د سولې د مفکورې په خورولو کې مدني ټولنې اغېزمنه ونډه اخیستلای شي.

د خوست د بېلابېلو سازمانونو، بنسټونو او شوراګانو غړي همدارنګه ټولنیز شخصیتونه وايي، چې د سولې د بهیر په کامیابولو او د سولې د مفکورې په خورولو کې مدني ټولنې اغېزمنه ونډه اخیستلای شي.

دوی یاد څرګندونې د شنبې پر ورځ د هغه نهه ورځني ورکشاپ په اختتامیه غونډه کې وکړې، چې د سولې په پروسه او روانو حالاتو کې د مدني ټولنې د فعالې ونډې تر سرلیک لاندې د افغانستان د خلاصې ټولنې په نوم د یو بنسټ له خوا جوړ شوی وو.

په یاد ورکشاپ کې چې د خوست د مرکز او ولسوالیو ۳۵ تنو مدني فعالانو، قومي مشرانو او دیني عالمانو برخه اخیستې وه، د ورکشاپ تابیا کوونکي بوستان ولیزي مشال راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه هغه ګډونوال، چې د اطرافو څخه راغلي دي، د کلیوالي سیمو د شخړو او ستونزوه په هوارولو کې به دوی خپله ونډه ډېره کړي:

((زموږ سره په دې ورکشاپ کې ۳۵ ګډونوال وو، چې لس تنه يې نجونې او ۲۵ تنه نارینه ځوانان، محصلان، قومي مشران او د مدني ټولنې فعالین وو، دا ورکشاپ به د سولې د فکر په خورولو کې مهم رول ولوبوي، په دې کې موږ د کلیو او اطرافو نه هم خلک راغوښتي ول، تر څو په اطرافو کې د ستونزو او شخړو په هواري کې دوی خپل رول ترسره کړي.))

مدني فعاله وږمه ارزو د ښځو له پاره د سولې په اړه ورکشاپونه اغېزمن یادوي، د دې په وینا چې ښځې په هر حالت کې د جګړې نه متضررې دي، خو کلتوري محدیتونه يې هغه خپلو حقونو څخه هم بې برخې کوي:

((زنانه د سولې په اړه زده کړو ته ډېره اړیتا لري، ځکه که زنانه خپل حقوق نه ترلاسه کوي، مور ده بوره کیږي، خور ده بې وروره کیږي، یوه لور ده بې پلاره کیږی، تر څنګ يې ښځینه ډېرې متضرره کیږي، زما په فکر سولې ته تر هر چا زیات ښځې اړیتا لري او غواړي چې سوله باید راشي.))

د ورکشاپ یو تن ګډونوال نقیب الله ځلاند وايي، چې دوی په دې نهو ورځو کې ډېر څه زده کړل، ده د ټولنې د ذهنیتونو په تنویر او روښانولو کې دا ډول برنامې ډېرې ګټورې وبللې:

((د سولې په مورد چې کوم مواد تشریح شول، ډېر ضروري ول، په دې کې عدالت غوښتنه، د سولې پیل او همدرانګه رضاکارانه فعالیتونه تشریح شوي ول، د دې له پاره چې موږ سوله ییزه ټولنه ولرو، لومړی باید د دا ډول ورکشاپونو لړۍ روانه وساتو، ځکه چې په دې کې د سولې په اړه عامه ذهنیتونه ښه جوړیدای شي.))

د خوست ولایتي شورا غړی نورشاه نوراني وايي، چې د ټولنې په ټولو موثرو ګروپونو کې مدني ټولنه موجوده ده، نو د سولې په اړه د مسائیلو زده کړه مدني فعالانو ته له دې کبله ګټور ده، چې د ټولنې فعالو سیاسي، ټولنیزو، قومي او صنفي بنسټونو ته د سولې پیغام په ښه ډول انتقال کړي.

د یادونې وړ ده، مدني ټولنو داسې مهال د سولې په اړه روزنیزې برنامې، ورکشاپونه او نورې ټولنیز فعالیتونه چټک کړي، چې د جولای په میاشت کې په لومړي ځل د وسلوالو طالبانو او د افغان حکومت استازو د دایمي سولې په باب په خپلو کې مخامخ خبرې وکړې.

که څه هم ټاکل شوې وه، چې د جولای په ۳۱ مه د دواړو لورو تر منځ په دویم ځل د پاکستان د اسلام اباد په مري کې خبرې وشي، خو د سولې د عالي شورا چارواکو ویلي، چې د طالبانو د مشر ملا محمدعمر د مړینې د خبر له خپرېدو وروسته د سولې خبرې تر نامعلوم وخته پورې وځنډیدې.

د هغې په تعقیب د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم په يوه بیان کې وويل، چې د طالب مشرانو د غوښتنې له مخې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ خبرې تر ناڅرګندې نېټې پورې ځنډېدلې دي.

XS
SM
MD
LG