د لاسرسي ځای

د تخار د اشکمش ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال ووژل شو


افغان چارواکو دتخار د اشکمش ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال، قاري صلاح الدین د وژلو ادعا کړې ده.

تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، قاري صلاح الدین د امنیتي ځواکونو په هغو پوځي عملیاتو کې چې په اشکمش او خواجه غار ولسوالیو کې پيل شوي، وژل شوی دی .

نوموړي پرون [جمعه] له مشال راډیو سره په خبرو دا ادعا هم وکړه چې په خواجه غار ولسوالۍ کې هم د طالبانو یو پيژندل شوی قوماندان، قاري ابراهیم له خپلو ۱۵ملګرو سره وژل شوي دي.

په دې عملیاتو کې ۲ ملي پولیس وژل شوي او ۳ تنه زخمیان دي.

XS
SM
MD
LG