د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي جلال الدین حقاني ژوندی دی


طالبان وايي د حقاني شبکه مشر د مرګ خبرونو کې حقيقت نشته او جلال الدين حقاني ژوندی دی. بلخوا د طالبانو يو مشر ملا قيوم ذاکر وايي د نوي ټاکل شوې مشر ملا منصور ملاتړ کوي.

د طالبانو له خوا نن (شنبه) خپرې شوې یوې خبر پاڼې کې هغه رپورټونه رد شوي دي چې ویلي یې وو د دوی د حقاني ډلې مشر جلال الدین حقاني مړ شوی دی

تر دې مخکې یو پاکستاني چارواکي ویلي وو چې د حقاني شبکې مشر جلال الدین حقاني مړ شوی دی.

د دې هېواد استخباراتي ادراې یوه غړي د نوم پټ ساتلو په شرط د جمعې پر ورځ مشال راډيو ته وویل چې جلال الدین حقاني شاوخوا يوه نيم کال له مخه په خپل مرګ مړ شوی وو.

ده دا ادعا هم کړې وه چې نوموړی په افغانستان کې خاورو ته سپارل شوی دی. يو لوړ پوړي طالب مشر هم د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته ويلي چې جلال الدين حقاني مړ دی خو طالبانو په خپل بیا کې نن (شنبه) وویل چې حقاني پخوا ناروغه وو خو اوس یې صحت ښه دی.

یاده دې وي چې دوه ورځې وړاندې د افغان طالبانو د مشر ملاعمر د مرګ خبر خپور شو چې بيا وروسته يې طالبانو رسمي تصديق وکړ.

په همدي حال کې د افغان طالبانو يو مهم مشر ملا عبدالقيوم ذاکر وايي په دې خبره کې هېڅ حقيقت نشته چې د طالبانو له نوي ټاکل شوي مشر اختر محمد منصور سره اختلاف لري.

​د ملاعمر د مړيني تصديق وروسته چې کله د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد خبر ورکړ چې شوری ملا اختر منصور نوی مشر ټاکلی دی نو تر دې سمدستی وروسته د کوټي شوری يو غړي ملا حسن رحماني له مشال راډيو سره په مرکه کې ادعا وکړه چې د ده په ګډون ځينې نور مشران د ملامنصور د ټاکل کېدو مخالفه دي.

نوموړي په مخالفينو کې د ملا عبدالقيوم ذاکر نوم هم واخست. خود جمعې پر ورځ د طالبانو يو بل وياند قاري يوسف د ملا ذاکر هغه بيان مشال راډیو ته راليږلی چې وايي، د ملا حسن رحماني، ملا عبدالرزاق او ملا محمد رسول په دې خبره کې هېڅ حقيقت نشته.

نوموړي زياته کړې چې دی به په تحريک کې تر بل هر چا ښه اطاعت کوي. د ملاعمر ترمړيني وروسته په طالبان کې اختلافات ژور شوي دي.

د ملا عبدالقیوم ذاکر په هکله ویل کېږي چې هغه د طالبانو نظامي چارې سمبالوي.

XS
SM
MD
LG