د لاسرسي ځای

تازه خبر

“له افغان حکومت او طالبانو سره د سولې خبرې ښه موقع ده”


د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، اوس له طالبانو سره ښه موقع ده چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

د طالبانو مشر ملا محمد عمر د مړینې تصدیق تر څنګ د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند مارک ټونر بېګا په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، دوی طالبان هڅوي چې سوله وکړي او د خپلواک او متحد افغانستان برخه وګرځي:

((موږ طالبان هڅوو چې له دې موقعې ګټه واخلي او له افغان حکومت سره ریښتینې سوله وکړي او په افغانستان کې په سوله ییزه توګه ژوند وکړي. هغوی د افغان حکومت بلنه منلای شي چې د سولې بهیر کې ګډون وکړي او بالاخره د هغه خپلواکه او متحد افغانستان د مشروع سیاسي نظام برخه جوړ شي چې نړیواله ټولنه یې ملاتړ کوي.))

مارک ټونر زیاته کړه هېواد یې غواړي چې د افغانستان سولې بهیر بې له ځنډه پر مخ ولاړ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG