د لاسرسي ځای

امریکا د اوکراین بحران پر سر پر روسیې نور بندیزونه لګولي


پر روسیې په تازه بندیزونو کې د کرایمیا بندر چلوونکي، پخواني اوکرایني چارواکي او د روسیې ګازو یا ګیس یو پخوانی سوداګر شامل دي.

د امریکا مالیې وزارت تېر ماښام وویل، د ۲۶ کسانو او تنظیمونو نومونه یې په تور لېسټ کې اچولي او د هغوی شتمنۍ یې کنګل کړې دي.

په تور لېسټ کې تر راتګ وروسته اوس پر امریکایانو له هغوی سره د کاروبار کولو بندیز دی. چارواکي وايي، د دې لېسټ موخه د موجوده بندیزونو اغېز برقرار ساتل دي.

په بندیزونو کې اته تنظیمونه او کسان د روسیې د ګیس نومیالي سوداګر ګېنادې تېمشېنکو د ملاتړ په تور په نښه کړل شوي دي.

پر دې سوداګر تېر کال امریکا هغه مهال بندیز ولګاوه چې په مارچ کې روسیې په ناقانونه ډول د کرایمیا سیمه له ځان سره وتړله.

د بندیزونو په لېسټ کې د اوکراین څلور پخواني چارواکي او د هغوی ملګري هم شامل دي چې له پخواني ولسمشر وېکتور یانوکووېچ سره تړاو لري.

XS
SM
MD
LG