پر پنجشنبه یا زیارت د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته په استول شوي بیان کې ویل شوي، ملا محمد عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.
بیان دا نه دي روښانه کړي چې نوموړی کله مړ شوی او په څه ناروغۍ اخته وو. د افغان ولسمشر اشرف غني دفتر تېره ورځ په یوه بیان کې ویلي ول چې ملا عمر د ۲۰۱۳ز کال د اپرېل په میاشت کې په پاکستان کې مړ شوی وو.