د خوست یو شمېر دیني عالمان او قومي مشران وايي، چې د سولې له بهیر سره د وسلوالو د یو ځای کیدو په کړندود کې ستونزې د دې لامل شوي، چې په لویه کچه وسلوال له دې بهیر سره یو ځای کیدلو ته زړه ښه نه کړي.
دوی زیاتوي، چې ځايي ادارې او پوځي کشفي ادارې هم د سولې د بهیر په اړه له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره پوره مرسته نه کوي.
یادې څرګندونې نن د پنجشنبې پر ورځ یو شمېر ویناوالو د خوست د دیني عالمانو او قومي مشرانو په هغه غونډه کې وکړې، چې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په ملاتړ جوړه شوې وه.
د خوست د سولې شورا رئیس مولوي حنیف شاه حسیني د غونډې ګډونوالو ته وویل، چې د سولې شورا له خوا په ترتیب شوي کړندود کې ستونزې او د ځايي ادارې او کشفي ارګانونو له خوا د قومي مشرانو او دیني عالمانو سره نه همکارۍ د دې لامل سبب ګرځیدلې، چې وسلوال له دې بهیر سره په پراخه کچه نه دي یو ځای شوي:
((هغه طرزالعمل چې د سولې عالي شورا جوړ کړی دی، امکان نه لري، چې یو سړی سولې او وطن ته راشي، د خوست د یو ځای کیدونکو او بامیانو طرزالعمل یو شان دی او دا امکان نه لري، که کشفي ارګانونه او ولایت مقام سپینږیرو او علماوو ته عام و تام واک ورکړي، دوی ته ووايي، چې ولاړ شئ او په ولسوالیو کې خپل پروګرام عملي کړئ نو په خوست کې په یوه میاشت کې سوله راځي.))
بلخوا ځني علماء د سولې د شورا په ترکیب او افرادو نیوکه کوي او وايي، چې غړي يې د اهلیت پر ځای په مصلحت ګمارل شوي دي.
قومي مشر میرزمان صبری وايي، که چیرې د سولې شورا ترکیب کې وړ کسان وای، نو ښايي اوس يې د سولې د ملي بهیر له پاره لارې چارې پیدا کړې وای.
قومي مشر محمدقاسم ځدراڼ د سولې د بهیر پر وړاندې ځنو ستونزو او ننګونو ته په کتو وايي، چې افغانان باید د سولې د پروسې بریالیتوب ته بې حوصلې نه شي، ځکه سوله حتماً راتلونکې ده.
نوموړی وايي، د سولې په اړه د ولسمشر محمداشرف غني سیاست او اقدامات ګټور تمام شوي دي.
خوست والي حکم خان حبیبي سوله د افغانانو مسلم حق وباله او یو ځل بیا يې پر وسلوالو غږ وکړ، چې د سولې بهیر ته ورګډ شي او د خپل هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې یو پریکړه هم صادر شو، چې په هغه کې د سولې له هڅو ملاتړ شوی او د وسلوالو څخه د اعتماد جوړونې او د سولې د خبرو د پرمختګ له پاره د اوربند غوښتنه شوې ده.
قومي مشر همیم منګل:
((موږ د خوست قومونه، مدني فعالان، روڼ اندي د وسلوالو سره د جوړ جاړي له پاره د افغان حکومت هڅې ستایو، په ټينګه يې ملاتړ کوو او له وسلوالو مخالفینو هم غواړو، چې د سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ او اعتماد له پاره د هر ډول شرط پرته اوربند اعلان کړي.))
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د سولې د دویم پړاو خبرو هدف دا دی چې اوربند اعلان شي او د سولې خبرې په یوه پروسه بدلې شي.
له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي مشر او د سولې شورا غړي حاجي دین محمد د مشال راډيو افغان څانګې ته ویلي، چې دغه خبرې به د جولای په ۳۱ مه د جمعې پر ورځ په پاکستان کې
ترسره شي، د افغانستان د سولې عالي شورا ټینګارکوي چې د سولې مقطع یي خبرې بې ګټې دي او باید دوامداره بڼه غوره کړي.