د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې ټرافیکي پېښې نهه کسان وژلي


د کابل کندهار پر لويه لاره نن د پنجشنبې پر سهار د غزني ښار ته څېرمه موټرو ټکر شوی دی چې پکې تر اوسه پورې نهه کسان وژل شوي دي.

د کابل کندهار پر لويه لاره نن د پنجشنبې پر سهار د غزني ښار ته څېرمه موټرو ټکر شوی دی چې پکې تر اوسه پورې نهه کسان وژل شوي دي.

د وژل شوي کسان ټول د غزني اوسېدونکي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، يو درې سوه درې موټر له کابله کندهار ته روان وو چې په روضه سيمه کې يې په مخه ورغلې سراچه وهلې، له سړکه يې غورځولې او ورباندې پاس تېر شوی دی.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، وروسته په سراچه موټر کې اور هم لګېدلی دی او پکې سپارهنهه کسان ټول مړه شوي دي.

"له غزني د کابل پر خوا، روضې ته څېرمه يو درې سوه درې موټر له سراچې سره ټکر کړی دی. سراچه له سړکه اوښتې او اور يې اخيستی دی. په دغه پېښه کې په سراچه کې سپاره نهه تنه ټول مړه شوي دي."

د غزني د ملکي روغتون مسوولين وايي، دوی ته د پېښې له ځاینهه مړي وروړل شوي چې دوه پکې د ښځو او دوه نور پکې د ماشومانو دي.

چارواکي ټکر د درې سوه درې موټر چلوونکي د بې‌غوري له امله بولي.

د کابل کندهار پر لويه لاره وخت ناوخته ورته ټرافيکې پېښې کېږي چې پکې ګڼ شمېر کسان مري.

XS
SM
MD
LG