د لاسرسي ځای

د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د طالبانو د دریو مشهورو قوماندانانو په کډون۱۰۵وسله وال وژل سوي دي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردوپه رالېږل شوي خبرپاڼه کې راغلي دي چې د چارشنبې پر ورځزیات شمېر وسله والو د ملي اردو پر یوشمیر پوستو ډلیز بریدونه وکړه چې په ځوابي ډزو کې د طالبانو درې قوماندانان ملاشاه ولي،ذبیح الله مشهور په ملا غټ او ملا عبدالباري له۱۰۵کسانو سره یو ځای وژل شوي دي چې د یوشمیر کسانو مړي لاهم د جنګ په میدان کې پاته دي.

که څه هم قول اردو په دې جنګ کې د خپل لور د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي خو ځینې سرچیني وايي د چاشنبې پر ورځ په نوزاد کې د ملي اردو ۶ او د ملي پولیسو ۸ سرتېريوژل شوي دي او یوشمیر نور ټپیان دي.

خو دولتي مسئولینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

داپه داسي حال کې ده چې یاده ولسوالۍ تیره ورځ طالبانو نیولي ده خو د پنجشنبې پر ورځ د دې ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره تازه دمي سرتېري نوزاد ته رسیدلي دي.

XS
SM
MD
LG