د لاسرسي ځای

د لشکر جنګوي مشر له خپلو زامنو سره یو ځای ووژل شو


د لشکر جنګوي مشر ملک اسحاق

د لشکر جنګوي مشر ملک اسحاق

په دې کاروایي کې د ملک اسحاق له دوو زامنو سره د دې کالعدم تنظیم قاري غلام رسول هم وژل شوي دي.

د پنجاب صوبې مظفرګړ سیمه کې نن د چارشنبې پر سهار د پولیسو په یو مقابله کې د ناقانونه ډلې لشکر جنګوي مشر ملک اسحاق په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د ملتان پولیسو د مظفر ګړ سیمې مشر سلیم کامران له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ناقانونه ډلې لشکر جنګوي له شپږو غړو سره د باروت لرلو په نشاندهې مظفر ګړ ته تللې ول چې د ستنېدو مهال پرې د لشکر جنګوي شاوخوا ۱۲ غړو پردوی حمله وکړه.

د نوموړی په وینا په دې کاروایي کې د ملک اسحاق له دوو زامنو سره د دې کالعدم تنظیم قاري غلام رسول هم وژل شوي دي.

((دا د لشکر جنګوي د ترهګره ډله ده د هغوی خلاف موږ کاروایي کوله، د ملک اسحاق په ګډون چې د دغه تنظیم مشر دی شپږ نور کسان زموږ په تحویل کې ول، له هغوی څخه د پوښتنو ګروږنو پر مهال راته مالومه شوله چې له دوی سره باروت او وسله ده. پولیس چې کله وسله او چوونکي توکي ترلاسه کړل،نو د بم شنډولو ادارې باروت او وسله خپل دفتر ته یوړوله، او کله چې مو ملزمان بیول نو شاو خوا د دې ډلې ۱۲ کسانو پر موږ حمله وکړه چې دوی خلاص کړي خو په مقابله کې د دوی ۱۴ کسان وژل شو او زموږ شپږ هلکاران هم ژوبل شوي دي))

د سلیم په وینا چې په د کاروایي په وخت چاودیدونکې مواد، لاسي بمونه، تمانچې ، کلاشنکوفونه او مرمۍ ترلاسه شوې دي.

د پولیسو وینا ده چې مړي د مظفر ګړ سیمې روغتون ته انتقال شوي دي.

یاده دې وي له دې پېښې وروسته په پنجاب صوبه کې د پولیسو لخوا امنیتسخت تینګ کړل شوې ده.

د ملک اسحاق په ګډون ټول شپږ کسان د ۳۰ورځو په جسماني ریمانډ ول او په دوی د ۲۰۱۳ کال تر ۲۰۱۵ کال پوري د هدفي وژنو او د باروت ساتلو چاودیدونکې مواد کیسونه وو.

د ذکر ده پر ملک اسحاق د شییعه ګانو د وژلو یو شمېر کېسونه ول.

نوموړي شاوخوا ۱۵ کاله په بند کې هم وخت تیر کړي دي.

ملک اسحاق په لومړی کې له یو بل ناقانونه تنظیم سپاه صحابه سره تعلق وو خو بیا د ځینو اختلافاتو له وجې په ۱۹۹۶ کال کې یو نوی تنظیم جوړ کړو چې ورته یې د لشکر جنګوي نوم ورکړو او د دې امیر جوړ کړل شو.

دا تنظیم هم د خپلو هلو ځلو له وجې په ۲۰۰۱ کال کې د پخواني پوځي صدر پروېز مشرف په دور کې ناقانونه پیژندل شو.

په ۲۰۱۲ کال کې ناقانونه تنظیم سپاه صحابه موجوده مشر له احمد لدهیانوي سره اختلافات ختمېدو پس د یاد تنظیم مرستیال صدر جوړ کړل شوی وو.

ده دې وي په ۲۰۱۴ کې، متحده ایالات امریکا ملک اسحاق نړیوال ترهګر ګرځولی وو او لشکر جنګوي یې په ترهګر تنظیمونو کې شامل کړې وه.

XS
SM
MD
LG