د لاسرسي ځای

د لشکر جنګوي مشر ملک اسحاق ووژل شو


د لشکر جهنګوي مشر ملک اسحاق جنګوي

د لشکر جهنګوي مشر ملک اسحاق جنګوي

په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریاله د ځايي چارواکو په حواله وايي نوموړی د پولیسو په یوه کاروایي کې وژل شوی او له هغه سره یې دوه زامن او یوولس نور ملګري هم وژل شوي دي.

پاکستان سرکاري رسنیو نن خبر ورکړ چې د غیر قانوني پیژندل شوې ډلې لشکر جنګوي مشر ملک اسحاق نن په مظفر ګړ سیمه کې ووژل شو.

په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریاله د ځايي چارواکو په حواله وايي نوموړی د پولیسو په یوه کاروایي کې وژل شوی او له هغه سره یې دوه زامن او یوولس نور ملګري هم وژل شوي دي.

ملک اسحاق د خپلو دوو زامنو سره د جولايي په ۲۵ مه نېټه د پولیسو لخوا تر نیول کیدو وروسته نن د پولیسو په ولکه کې لېږدول کېدو چې د هغه د ملګرو وسله والو لخوا د ده د ازادولو هڅه وشوه او د پولیسو لخوا د ډزو په ترڅ کې په نخښه شو.

XS
SM
MD
LG