د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ کې ۱۴ وسله وال وژل شوي


د کونړ امنیه قومندان وايي چې د دې ولایت په مرورې ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې ۱۴ وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

عبدالحبیب سید خیل نن د سېشنبې پر سهار مشال راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ پر پوسته وسله وال برید وکړه چې اوس هم روانه ده.

هغه وویل چې د جګړې پرمهال څلور افغان سرتېري او څلور ولسي وګړي هم ټپیان شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG