د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ښایي له طالبانو سره خبرې اترې په پاکستان کې وشي”


افغان چارواکي وايي ډېر امکان دی چې له طالبانو سره د مذاکراتو دوهم پړاو هم پاکستان کې وشي چې په جنګ بندۍ به پکې خبرې کيږي.

افغان چارواکي وايي له طالبانو سره د دې مياشت په وروستيوو ورځو کې کېدونکو خبرو کې د دواړو غاړو ترمنځ د ډزبندۍ په کېدو خبرې کېږي.

د افغانستان د سولې عالې شورا وياند مولوي شهزاده شاهد نن د مشال ريډيو افغان څانګې سره خبرو کې وويل چې کيدای شي دا خبرې پاکستان کې وشي. هغه زياته کړه.

د يادونې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د پاکستان په منځګړتوب د سولې مذاکراتو لومړۍ مرحله تېره مياشت په مري کې شوې وه.

افغان چارواکو ويلي وو چې د طالبانو غوښتنې يې اوريدلي دي او کوشش به کوي چې د مذاکراتو په بل پړاو کې پر جنګ بندۍ خبرې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG