د لاسرسي ځای

هند پر پولیس تاڼې له بریده پس پر پاکستانۍ پوله امنیت ټینګ کړی


هند: پر پولیس تاڼه په برید کې ښکېل ګاډی

هند: پر پولیس تاڼه په برید کې ښکېل ګاډی

هند له پاکستان سره پر خپله پوله له هغه پس امنیت لا ټینګ کړ چې وسله والو د شمالي پنجاب ایالت په ګورداس پور سیمه کې پر یوه پولیس تاڼه په برید کې لږ تر لږه پنځه کسان ووژل.

پولیس وايي ګومان کېږي چې بریدګر د هند غاړې له کشمیره ورغلي او وروسته یې یو موټر تښتولی او د پولیس تاڼې ته تر ننوتلو وړاندې یې د بسونو په تمځي کې هم ډزې کړې دي.

د نوي ډیلي ټېليویزن وايي درې یا څلور یاغیانو برید ترسره کړی دی. ځايي رسنۍ وايي له پولیس تاڼې سره نږدې د اورګاډي پټلۍ خوا ته ګڼ بمونه هم موندل شوي دي.

تازه رپوټونه وايي په پېښه کې ښکېل ټول وسله وال وژل شوي او جګړې څو ساعته دوام کړی، خو اوس امنیتي ځواکونه په سیمه کې تلاشي کوي.

د هند کورنیو چارو وزیر رنجیت سنګوايي د سرحدي ځواکونو مشر ته یې امر کړی چې له پاکستان سره په پوله دې څارنه زیاته کړي.

XS
SM
MD
LG