د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوغوریان په جعلي پاسپورټ افغانستان ته ځي او هلته جنګېږي


چېنيايي سرچېنې وايي يوغور اورپکې د ترکي په جعلي پاسپورټ افغانستان او پاکستان ته ځي او هلته په سختدريځو ډلو کې شاميلېږي.

ډويچې ويلې ويبپاڼه ليکي داسې رپورټونه دي، د چين سنکيانګ صوبې د يوغور نسل ځینې خلک په افغانستان کې جنګيږي. يوغور مسلمانان چې د خپل حکومت لخوا ځپل کېږي ډېرو يې سختدريځۍ او ترهه ګرۍ ته مخه کړې.

د چين په سنکېانګ صوبه کې آباد ترکي ژبي يوغور مسلمانان د دې هيواد حکومت ته په ښه سترګه نه ګوري او داسې فکر کوي چې ګنې بيجینګ د دوی کلتوري شناخت، سياسي حقونه او مذهب د له منځه وړلو هڅې او د دوي د سيمو قدرتي وسايلو استحصال کوي.

له تېرو څو کلونو راهيسې چين په سنکېانګ صوبه کې د بيلتونغوښتونکو پرضد سخت ګامونه پورته کړي دي او هم له دې کبله ګڼ يوغوري مسلمانانوسختدريځۍ او اورپکۍ ته مخه کړې ده.

دا مسله له دې وجې ډېره زياته کړکېچنه ده چې د يوغور خپلواکۍ غورځنګ مذهبي بڼه هم لري.

که څه هم د يوغور مسلمانانو ستونزه د چين داخلې امنيتي مسله ګڼل کېږي خو ځینې پوهان وايي پکار ده چې دې ته د راپورته کېدونکې نړيوالې ترهه ګرۍ او سختدريځۍ په تناظر کې وکتل شي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د يوغور مسلمانانو د جنګېدو رپورټونه مخې ته راځي نو ځینې شنونکي پوښتنه راپورته کوي چې آيا بعضې ترهه ګر ډلې او په خاصه توګه په افغانستان کې جنګېدونکې وسله والې ډلې ډيرې په تېزۍ سره د يوغور مسلمانانو له ستونزې ناوړه ګټه پورته کويکه څنګه؟

هم پر دې موضوع د جرمني غږ ډويچې ويلې ويبپانې په برسلز کې د جنوبي ايشيا جمهوري فورم په نامه د يوې تحقيقاتي ادارې مشر سېګپريډ ـ اوـ ولف سره مرکه کړې نو هغه وايې په دې اړه تحقيقات پکار دي چېيوغور کډوال او نور مهاجر تر کومه حده د جنوبي ايشيا دننه او بهر له وسله والو ډلو سره ملګري کيږي.

چېنيايي سرچېنې وايي يوغور اورپکې د ترکي په جعلي پاسپورټ افغانستان او پاکستان ته ځي او هلته په سختدريځو ډلو کې شاميلېږي.

يوغورمسلمانان چې سنيان دي د پاکستان او افغانستان دننه په هغو کمپونو کې نظرياتي او جنګي تربیه ترلاسه کوي چې د سعودي مرستې ورته ترلاسه دي.

زياتره يوغورمسلمانان د مشرقي ترکستان اسلامي تحريک ډلې تر چتر لاندې راټول دي او په ۲۰۰۲ م کال کې امريکا دا يو له بېلتونغوښتونکو سختدریځو ډلو او ترهه ګر تنظیم ګرځولی وو.

د ملګرو ملتونو له مخې ياده ډله په القاعده پورې تړاؤ لري او داسې فکر کېږي چې وسله وال يې په افغانستان کې د ناټو پر ضد جنګ کې له طالبانو او القاعده سره ملګري دي.

داسې هم رپورټونه دي چې يوغور مسلمانانو په چچنيا کې تربيه ترلاسه کړې او وسله وال يې په کرغزستان او شام کې هم جنګېږي.

د يادې تحقيقاتي ادارې مشر سېګپريډ ـ اوـ ولف وايې يوغور مسلمانان چې په سنکيانګ اوسېږي خپلې سيمې ته مشرقي ترکستان وايي. په دوی کې زياتره چې ترکستاني ژبي دي، ځان د مرکزي ايشيا هيوادونو ته نږدې احساسوي او غواړي چې له چينه آزاد شي او خپلواکي ترلاسه کړي او همدغه وجه ده چې د چين حکومت د دوی پر ضد سخته رويه خپله کړېده. چين غواړي چې د خپلو اقتصادي او ځمکنېو ستراتژيکي ګټو په خاطر سنکيانګ صوبه په بشپړه توګه تر خپل کنټرول لاندې وساتي او د دې صوبې د پولو د امنيت لپاره يې بجټ هم زیات کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG