د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان حکومت وعدې وکړي پوره کوي یې نه'


د شمالي وزیرستان د سپین وام خلک وايي چې په سیمه کې له پوځي عملیاتو ورسته د ستنېدو پر مهال ورسره حکومتي چارواکو د مرستو ډېرې ژمني کړي وي خو تر اوسه یې نه دي پوره کړي. د سپين وام یو اوسېدونکي منتظر وزیر نن مشال ریډیو ته وویل چې اوس هم په سیمه کې حالات پر ځای نه دي او دوی له یو شمیر مشکلاتو سره مخامخ دي.

د سپين وام یو بل تن فضل الله بیا وايي چې سپين وام ته راغلي اوو نیم سوه خلک د اې ټي ایم کارډونو په ذریعه د پیسو اخیستو نه هم بې برخه دي. بلخوا له شمالي وزیرستان د قامي اسمبلۍ غړي محمد نذیر وايي چې د سپین وام د خلکو به یوه جرګه کوي او امنیتي چارواکو سره به د دوې پر مشکلاتو خبري کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG