د لاسرسي ځای

اسلام اباد: د امریکا سفارت پاکستانی کارکوونکی وژل شوی


په پاکستان کې پولیس وايي، د یکشنبې ورځ په اسلام آباد کې وسله والود امریکا سفارتخانې یو ځايي کارکوونکی وژلي دي.

د وژل شوي کس نوم اقبال بېګ ښودل شوی اود امریکا په سفارتخانه کېد نشيي توکیوضد څانګې کې کارکوونکی و.

پولیس چارواکي وايي چې نوموړیپرون سهار وختي وسله والو په جي ناین کېپه خپل کور کې په ډزو ویشتلي دي. د چارواکو په وینا د دې وژنې د وجوهاتو په اړه تحقیقات پیل شوي دي چې پکې غلا، فرقیزه وژنه او سختدریځي کېدای شي.

اقبال بېګ له شییعه اسماعیلي فرقې سره تعلق لرلو. وسله والو د سږني کال په می میاشت کې په کراچۍ ښار کې د اسماعیليفرقی شاوخوا پنځوس کسان وژلي وو.

XS
SM
MD
LG