د لاسرسي ځای

تازه خبر

حيدرخان هوتي: عمران خان دي منفي سياست پريږدي


د خيبر پښتونخوا پخوانی وزيراعلی او د عوامي نيشنل ګوند يو مشر اميرحيدر خان هوتي وايي چې د مئ په دېرشمه شوو بلدياتي ټاکنو کې د درغليوو له وجې د حکومت د استعفال لپاره تحريک بيا پيلوي. هغه د حکمران ګوند تحريک انصاف له مشر وغوښتل چې د حمهوريت کمزوري کولو لپاره دي منفي سياست نه کوي.

خيبر پښتونخوا کې د عوامي نیشنل ګوند مشر، د دې صوبې پخوانی وزیراعلی او د قامي اسمبلۍ غړی امیر حیدر خان هوتي وايي چې په ديرشمه جولايي به پر ځينو ځايونو کې د بلدیاتي ټاکنو په انتخاباتو کې برخه اخلي.

نوموړی نن مشال ريډيو سره په يوه مرکه کې وويل چې د تېرې مئ مياشتې په دېرشمه شوو بلدياتي ټاکنو کې د حکمران ګوند تحريک انصاف په ګټه درغلي شوي ده نو ځکه دوی غواړي چې حکومت استعفا وکړي. د نوموړي په خبره د پيپلز ګوند او جمعيت علما اسلام (ف) ګوند سره تر مشورې وروسته به د حکومت د استعفا تحريک يو ځل بیا شروع کوي.

نوموړي د تحريک انصاف ګوند پر مشر، عمران خان نيوکې وکړي او وي ويل چې بايد منفي سياست پريږدي او د جمهوريت د کمزوري کولو له کوششونو لاس واخلي.

ياده دي وي چې د خيبر پښتونخوا حکومت او حکمران ګوند تحريک انصاف مشر عمران خان ويلي وو چې د بلدياتي ټاکنو بيا کولو لپاره تيار دي خو اپوزيشن ګوندونه وايي چې هيڅ ضمانت نشته چې د اوسني حکومت لاندې دي پاکې ټاکنې وشي.

اميرحيدر خان هوتي سره د مشال ريډيو همکار خالد خان مرکه کړې. دلته يې اوريدلی شئ.

اميرحيدرخان هوتي: د خيبر پښتونخوا حکومت خلاف تحريک بيا شروع کوو.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:52 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG