د لاسرسي ځای

تازه خبر

چين - پاکستان اقتصادي منصوبه: "که پښتانه حق ونه غواړي، ټول عمر به د پنجاب څوکيداران وي"


ډاکټر سيد عالم مسود
ډاکټر سيد عالم مسود

د پاکستان پوځ وايي چې په هر قيمت به د چين سره د اقتصادي راهدارۍ پروژه عملي کوي خو پښتانه ملت پال وايي تر هغې چې په دي پروژه کې د پښتنو ګټو ته پام نه وي شوی دوی به يې عملي کېدو ته پرينږدي.

د پښتونخوا ولسي تحريک غړي د پاکستان او چين ترمنځ د اقتصادي راهدارۍ په اړه د خلکو د پوهاوي لپاره کلي په کلي ګرځېدو لړ کې ژوب ته ورغلي وو. دغلته دوی خلکو ته د سيمينارونو او ناستو له لارې د شپږ څلويښت اربه روپو په پروژه کې د پښتنو د حق په اړه عامه پوهاوی ورکړ.

پرون د پښتونخوا ولسي تحریک او ويښ ليکوال ادبي ټولنې له خوا په ژوب کې د ګوادرکاشغر د لارې د بدلون پر ضد يوه ولسي غونډه وشوه چې پکې ددغه ښار د ټولو سیاسي او مذهبي ګوندونو استازيو، قبايلي مشرانو، تجارانو، ليکوالانو او د مدني ټولنو غړيو ګډون وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې، آيي، ايس، پي، آر پرون په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د پوځ مشر جنرال راحيل شريف وايي د پاکستان ـ چين اقتصادي راهدارۍ پرضد د مخالفينو له کمپاينه خبر دی او پوځ په هر قيمت د دې منصوبې سرته رسولو ته ژمن دی. نوموړي دا خبرې د بلوچستان د پنجګور د دورې په مهال کړي.

پښتانه ملت پاله له ډېرې مودې راهيسې پر دې مسله احتجاج کوي
پښتانه ملت پاله له ډېرې مودې راهيسې پر دې مسله احتجاج کوي

د پښتونخوا ولسي تحريک مشر ډاکټرسیدعالم مسعود وايي له کاشغره تر ګوادره غځېدونکې لارې په اړه د پاکستان وزيراعظم نوازشريف څه موده وړاندې ټول ګونديز کنفرنس کې دروغ ويلي دي. نوموړي دعوه وکړه چې د نواز شريف دا خبره رښتيا نه ده چې ويلي يې وو په دې منصوبه کې به غربي لاره د بلوچستان له پښتون مېشتو سیمو او پښتونخوا څخه تېرېږي.

ډاکټرسیدعالم مسعود زياتوی چې له دوی سره داسې ګڼ ثبوتونه شته چې پرې ثابتولی شي چې د نوازشریف په خبرو کې هيڅ حقیقت نشته او په دي راهدارۍ کې يوازې په مشرقي لاره کار کيږي چې د پنجاب پر زمکه به تيريږي.

هغه وويل: ((که تاسي د پلاننګ کميشن نقشې وګورئ نو د مغربي لارې نقشه پکې نشته. د دې راهدارۍ په بجټ کې د بلوچستان او پښتنو سيمو لپاره هيڅ پيسې نشته او د پاکستان د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال بحټ کې د مغربي لارې لپاره هيڅ نشته خو مشرقي لپاره پکې پيسې بېلې شوي دي. که پښتانه اوس خپل حق ونه غواړي نو ټول عمر به د پنجاب ډرايوري کوي، څوکيداري به يې کوي او بوټونه به يې پاليشوي.))

سيد عالم مسود: نواز شريف د چين - پاکستان اقتصادي لارې په اړه رښتيا نه وايي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:47 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د ږوب په ولسي غونډه کې له دې سره چې د شاوخوا ټولو سیاسي ګوندونو غړيو ګډون درلود، اکثره ګډونوالو پر پښتنو ملتپالو په خاصه توګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر مشر محمودخان اڅکزي سختې نيوکې وکړي. ددوی په خبره په دې ستونزه يې د پښتنو سم استازيتوب نه دی کړی.

پاکستان او پنجاب تل له پښتنو سره زیاتی کړی دی خو دا ځل به يې تيري ته نه پريږدو.

خو د ياد ګوند د اطلاعاتو مرکزي سیکرتر رضامحمد رضا بیا د غونډې برخه والو ته دا باور ورکړ چې ددوی ګوند او مشر به يې دي مسله کې د پښتنو د حقونو لپاره تر اخري سلګۍ هلې ځلې کوي.

همدې ولسي غونډې ته د عوامي نيشنل ګوند په نمايندګۍ بیا انورشېراني وينا وکړه او وي ویل چې پاکستان او پنجاب تل له پښتنو سره زیاتی کړی دی خو دا ځل به يې تيري ته نه پريږدي.

د ژوب په دې ولسي غونډه کې ټولو ګډونوالو له پښتنو سيمو څخه د ګوادرکاشغر د لارې اړول د پښتنو اقتصادي مرګ وباله او له ټولو پښتنو يې غوښتنه وکړه چې ددې لارې د بدلون پر ضد دي راپورته شي او له جمهوري لارې دي يې په هر ډګر کې پر ضد کار وکړي.

ياده دي وي چې د پاکستان مرکزي حکومت وايي چې د دي منصوبې د عملي کولو پر مهال به د ټولو صوبو اندېښنو ته پام کوي او د هيچا حق به نه خوري.

XS
SM
MD
LG