د لاسرسي ځای

تازه خبر

هندوستان افغانستان ته زر بسونه ورکوي


افغان چارواکي وايي هندوستان ورته ويلي په دي شرط به ورته زر ټاټا بسونه ورکړي چې افغانان ورته سم تم ځايونه ولري او که ضرورت وو نو ترميم يې په معياري ډول تر سره کړي. افغان چارواکي د هندوستان بسونو ته خوشاله دي او وايي دي سره به د ډېر خلکو تراسنپورتي ستونزې حل شي.

افغان چارواکي وايي چې هندوستان ورته د زرو بسونو د ورکولو وعده کړي ده. د ټرانسپورټ وزارت چارواکي وايي په داسې حال کې چې له کلونو راهیسي د افغانستان په لویو ښارونو کې خلک د ښاري بسونو له کمښت څخه شکایت کوي اوس ورته هندوستان ويلي چې ټاټا بسونه به ورته ورکړي.

د ياد وزارت په خبره نوي دهلي ترې غوښتي چې دغو بسونو ته ځانګړي تم ځایونه جوړ کړي او د ناکاره کېدو څخه د ژغورنې لپاره يې بايد د ترميم ځايونو موجود وي.

د دې وزارت ویاند حکمت الله قوانج وايي چې په همدې هدف دیکشنبي یا اتوار په ورځ یو هندي پلاوی ددغه بسونو د ساتلو لپاره افغانستان ته سفر کوي او په دې به د ترانسپورت له وزیر سره خبري وکړي.

(د ترانسپورټ وزیره تیره اوونۍ د هندوستان له سفیر سره په همدې اړه ولیدل، نن هم دهندوستان یو تخنیکي ټیم افغانستان ته راځي هغوی ټول حالت څیړي. وروسته تر هغه چې دا ښه وڅیړل شي ددواړو هیوادونو د استازو ترمنځ خبري کیږي چې ، دغه تخنیکي ټیم چې افغانستان ته راځي دا هغه د زرو مرسته شوو بسونو لپاره د معیاري ورکشاپونو پارکینګونو او نورو برخو کې اسنتیاوي رامنځته کوي)

که بسونه ډېر شي او معياري وي نو د ښاريانو ستونزې به ورسره تر ډېره حل شي.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکی وايي چې د میاشتي اووه زره افغانۍ معاش اخلي خو دوه زره افغانۍ یې کار ته د تګ راتګ پر مهال په کرایو کې مصرفیږي. د هغه په خبره که بسونه ډېر شي او معياري وي نو د ښاريانو ستونزې به ورسره تر ډېره حل شي.

اوس مهال په کابل ښار کې په لسګونو دولتي ښاري ملي بسونه فعالیت کوي چې په دې ورستیو کې یو ه خصوصي سکتور هم خپل فعالیت پیل کړی دی ، خو کابل ښاریان وايي چې د خصوصي سکټور او دولتي بسونه لکه څنګه چې لازمه ده په همغه ډول د میلیونونو خلکو ستونزي نه شي حلولی.

هندوستان، کوریا او پاکستان تیر کلونه له افغانستان سره دښاري بسونو مرسته کړې خو د مناسب ترميم ورکشاپونو د نشتوالي له وجې له کاره لوېدلي دي.

کابل ته د هند له خوا د بسونو د ورکولو موضوع له ډیره وخته یادیږي چې خلک ورته خوشاله دي.

د اقتصادي چارو کارپوه او د سوداګرۍ پخوانی وزیر امین فرهنګ وایي هندوستان مخکې هم له افغانستان سره د ملي بسونو مرسته کړې چې ښه نتیجه یې ورکړې ده.

((ټاټا بسونو په هندوستان او نورو صادرونکو هیوادونو کې ډيره ښه نتیجه ور کړې ده. هم ارزان تمامیږي او هم یې تخنیک او ټکنالوژي په اسانۍ لاس ته راوړل کیږي. د چاپیریال ساتني لپاره هم ډیر ښه دي. تېره وخت کې د ټاټا بسونو موږ ښه ساتنه ونه کړله چې را مو وړل د کسانو په لاس مو ور کړل چې ولایتونو ته ورکړل شول وزارت خانوته ور کړل شول، دا سې موټر چلونکو ته ور کړل شول چې په ډير لږ وخت کې يې ټوټه کړل.))

XS
SM
MD
LG