د امریکا د دفاع وزیر ایشټن کارټر ویلي دي چې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د امریکا په هوايي برید کې د القاعده ډلي یو لوړ پوړی قومندان وژل شوی دی.
دا خبرې ایشټن کارټر د جمعې پر ورځ له هغو خبریالانو سره کړې دي چې ورسره یې مینځني ختیځ ته سفر کاو.
نوموړي زیاته کړي چې د جولای میاشتې پر یولسمه نیټه په امریکايي برید کې ابو خلیل سوډاني وژل شوی دی.
ایشټن کارټر ویلي دي چې ال سوډاني د ځانوژنکو او د چاودنو په برخه کې د القاعده مشر وو او په امریکا کې د بریدونو منصوبي له جوړولو سره یې نیغ په نیغه اړه لرله.
نوموړي زیاته کړي چې ال سوډاني به د افغانستان ، پاکستان او د اتحادي ځواکونو پر ضد د بریدونو لپاره هدایات ورکول او د القاعدې له مشر ایمن اظواهري سره یې نزدې اړیکي درلودي.