د لاسرسي ځای

خېبرپښتونخوا: په سېلابونو کې د وژل شوو شمېر ۶۶ ته ورسېد


د چترال د سېلابونو پخوانی عکس

د چترال د سېلابونو پخوانی عکس

د خېبر پښتونخوا د افتونو په وړاندې د مبارزې ادارې چارواکي وايي چې په چترال کې د سېلاوونو له وجې د مړو شمېره ۶۶ ته رسیدلي ده .

پېښور: د خېبر پښتونخوا د افتونو په وړاندې د مبارزې ادارې چارواکي وايي چې په چترال کې د سېلاوونو له وجې د مړو شمېره ۶۶ ته رسیدلي ده .

د دې ادارې ویاند لطیف الرحمان د شنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې د سیلاوونو له وجې پهملکو سیمه کې د یوې کورنۍ اته کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د موسمیاتو محکمې د شنبې په ورځ پر خپله ویب پاڼه خبر خپور کړی دی چې په راتلونکو شاوخواپنځه ورځو کې به د خېبر پښتونخوا په چترال او ګلګت بلتستان کې د پشکال د بارانونو لړۍ روانه وي.

د یادې ادارې په وینا ، له دې بارانونو سره په ځينو سیمو کې د سیلاوونو خطر هم شته.

د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي چې د چترال درې مهمې لارې لا هم بندې دي.

XS
SM
MD
LG