د لاسرسي ځای

د خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو پشمول د ملک په مختلفو برخو کې د پشکال د بارانونو لړۍ نن په اتمه (٨) ورځ هم روانه دهکومه چې به تر د راتلونکې ګل ورځې پورې دمې دمې سره جاري وي بلخوا نن د زيارت په ورځ پيښور ښار او خواؤ شا سيمو کې د زياتو بارانونو له امله اوبه کورونو ته ورننوتې وې چې لوجې خلک د مالي ځيان سره مخ شول.

د موسمياتو محکمې چارواکي محمد رياض مشال ريډيو ته وويل چې د تير زيارت د ورځې نه د ملک په مختلفو برخو کې شروع شوي د پشکال د بارانونو دا لړۍ به راتلونکې څلورو نه تر پنځو ورځو پورې جاري وي او دې دوران د اسلام آباد او د خيبر پښتونخوا پيښور، مردان، چارسدې، ملاکنډ ډويژن او هزاره ډويژن نه علاوه قبايلي سيمو، پنجاب، سند او د بلوچستان صوبو په مختلفو برخو کې به دمې دمې سره بارانونه کيږي.

محمد رياض زياته کړه چې د نورو بارانونو لوجې د ملک په مختلفو سيندونو کې به د اوبو سطحه اوچتيږي او هغه خلک چې کورونه يي د خوړونو او يا سيندونو سره نزدې وي نو محفوظو علاقو طرف ته دې کډې وکړي ذکه چې ورته د خطر رسيدو امکان شته.

د يوې پښتنې په ځواب کې د آفتونو سره د مبارزې صوبايي ادارې يا پي ډي ايم اے يو چارواکي ارباب وقاص مشال ريډيو ته وويل چې د خيبر پښتونخوا هغه ضلعې په بارانونه به پکې کيږي متعلقه چارواکو ته خبردارې ورکړې شويدې چې خپل انتظامات دې مکمل کړي.

دې ترڅنګه د مانسهرې ضلعې سيلانۍ سيمې ناران سړک نن د زيارت په ورځ د بارانو په وجه د لينډ سلائيډنګ لوجې ځايي په ځايي بند شويدې چې لوجې په سيمه کې په سونو سيلانيان ګير شويدي.

د خيبرپښتونخوا د بلدياتو وزير عنايت الله مشال ريډيو ته وويل چې صوبايي حکومت خپلې تياريانې مکمل کړيدي او دې لړ کې يي ټولو متعلقه ادارو ته هدايات هم جاري کړيدي.

د يادونې ده چې د پاکستان وزيراعظم نواز شريف د شورو په ورځ د چترال د متاثره سيمو دوره وکړه او ورته د بارانونو او سيلابونو نه د شوي نقصاناتو او امدادي کاررونو پحقله تفصيلي بريفنګ ورکړې شو په دغه مهال وزيراعظم نواز شريف د امدادي کارونو لپاره د ٥٠ کروړه روپو اعلانولو سره وويل چې هم دومره امدادي رقم به د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت هم ورکوي.

د خيبر پښتونخوا وزيراعلې پرويز خټک د چترال دورې پرمهال وويلي دي چې په ضلع کې د بنيادي ډهانچې مکمله بحالي به په شپږ مياشتو کې سر ته ورسول شي او د بحالۍ کارونه به صوبايي او وفاقي حکومتونه او د پاکستان پوځ په ګډه سره کوي.

XS
SM
MD
LG